کور / تازه خبرونه / کابل – کندهار پر لویه لار د ۳۰۳ موټر د چپه کیدو په پېښه کي ۱۲ تنه ټپیان شوي

کابل – کندهار پر لویه لار د ۳۰۳ موټر د چپه کیدو په پېښه کي ۱۲ تنه ټپیان شوي

نن مازیګر ناوخته د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې د کابل – کندهار پر لویه لار د ۳۰۳ موټر د چپه کیدو په پېښه کي ۱۲ تنه ټپیان شوي خو څوک پکښې ندي وژل شوي .

د شهرصفا امنیه قومندان څارمن سردار محمد لراوبر ته وويل چي یاد مسافر وړونکی موټر د تیز سرعت له کبله له خپل مسیر څخه اوښتی .

دی زیاته وي چي په ټپیانو کي ۲ میرمني ، ۲ ماشومان او ۸ تنه نارینه شامل دي چی د درملنې لپاره د کندهار میرویس روغتون ته پوليسو لېږدولي .

ترافيکي پېښي تر جګړې را وروسته په جنوبي ولایاتو د مرګ ژوبلي لوړه کچه جوړه وي