کور / تازه خبرونه / ۱۹ هزاره له ۲۲ ازبکانو سره سودا سول

۱۹ هزاره له ۲۲ ازبکانو سره سودا سول

راپورنه وايي، د ۳۰ تنو هزاره افغانانو له جملې يې نن ۱۹ تنه د ۲۲ تنو ازبکانو په مقابل کي ايله سوي دي.
دا هزاره افغانان نژدې درې مياشتي مخکي د کابل- کنددهار پر لويه لار د زابل په شاه جوي ولسوالۍ کي له دوو مسافر وړونکو موټرو څخه کښته سوي او نا معلوم ځای ته وړل سوي وه.
که څه هم افغان حکومت ددې کسانو په راخوشي کېدو کي له بېلابيلو لارو او عملياتو کار واخيست خو ټول بې پايله وه.
د زابل د ولايتي شورا منشي اسدالله کاکړ وايي، چي نن د هغو ۳۰ تنو هزاره ګانو څخه ۱۹ تنه د غزني ولايت په مربوطاتو کي ايله سوي دي.
د کاکړ په خبره، چي ددې کسانو د خوشي کېدو په مقابل کي هغه ۲۲ تنه مخالف وسله وال ازبکان چي افغان حکومت نيولي ايله کړي دي.
کاکړ وايي، چي وسله والو د پاته کسانو د خوشي کېدو په مقابل کي هغه ۶ تنې ازبکي ميرمني هم غواړي چي دامهال د افغان حکومت سره دي.
تر اوسه د افغان حکومت رسمي منابعو په دې اړه څه ندي ويلي.