کور / تازه خبرونه / د سعودي پاچا د اوباما د بلني له منلو بخښنه غوښتې

د سعودي پاچا د اوباما د بلني له منلو بخښنه غوښتې

د سعودي عربستان نوي پاچا سلمان بن عبدالعزيز د امريکا د ولسمشر بارک اوباما په کوربتوب په هغې غونډي کي له ګډون کولو بخښنه غوښتې چې د خليجي هېوادونو مشران په کښي راټولېږي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اپريل پر ۱۷مه په يوه وينا پاڼه کې ويلي و، چي د کويټ، متحد عرب اماراتو، سعودي عربستان، بحرين، قطر او عمان مشران به د مې مياشتي په ۱۳مه په سپينه ماڼۍ کي او په ۱۴مه په کمپ ډېوېډ کي د ولسمشر اوباما په کوربتوب سره جرګه سي.
ويل کيږي چي د دغي غونډي موخه د دوه اړخيزو او امنيتي چارو په برخو کي د همکاريو زياتولو په اړه خبري اتري دي.
د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل بن الجبير وايي چي سلمان بن عبدالعزيز په دغه غونډه کي ګډون نه کوي.
دی وايي ده پر ځای به اوس د سعودي وليعهد شهزاده محمد بن نايف د سعودي عربستان استازيتوب کوي، له ده سره به د ده مرستيال او د کورنيو چارو وزير هم ملتيا کوي.
د سعودي د بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميه کي ويلي پاچا سلمان بن عبدالعزيز د خليجي هېوادونو په ناسته کي د وخت د مهالوېش له امله برخه نه سي اخيستی.
بل خوا د يکشنبې پر ورځ دا معلومه سوه چي د بحرين پاچا حماد بن عيسی الخليفه هم د کمپ ډېوېډ په غونډه کي ګډون نه کوي او پر ځای يې د هغه وليعهد د دغه هېواد استازيتوب کوي.
له دې وضعيت نه داسې برېښي چې ولسمشر اوباما به يوازې د کويټ او قطر له مشرانو سره ليده کاته کوي.
سپنې ماڼۍ هيله لرله چي په دغي غونډي کې به د ايران د اتومي پروګرام په اړه د خليجې هېوادونو اندېښنې لرې سي.
داسې تمه کېږي چي په جون مياشت کي به د امريکا په ګډون د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو او ايران ترمنځ د اتومي تړون پر سر وروستۍ موافقه وسي.
منبع: بي بي سي