کور / تازه خبرونه / ايران کونسل له کندهار والي سره وکتل

ايران کونسل له کندهار والي سره وکتل

پرون تر غرمې وروسته د ايران کونسل له کندهار والي سره وليدل.
د ايران جنرل کونسل حميدرضا کريمي کندهار والي ته د نوي دندي مبارکي وويله او تر څنګ يې په کندهار کي د ايران دولت له لوري د بشپړو سوو پروژو او مرستو په اړه کندهار والي ته معلومات ورکړل. کريمي د ايران په استازيتوب کندهار والي ته د همکاريو ژمنه وکړه او ويې ويل چي د دې ولايت د ملي سوداګرو لپاره يې ايران ته د ويزو په برخه کي هم اسانتياوي رامنځته کړي او په اوونۍ کي يو ځل له دې ولايت څخه ايران ته پرواز کېږي.
کندهاروالي ډاکټر همايون عزيزي ده ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ د دواړو هيوادونو پر تاريخي دوستۍ وږغېد او ويې ويل د تاريخ په اوږدو کي دواړه هيوادونه په کلتوري، مذهبي ديني، ژبنيو او نورو برخو کي مشترکات لري.
عزيزي وويل ايران او افغانستان د لويي آريانا په تمدني حوزه کي ځاى لري او هيله يې وښوده چي دغه فرهنګي، مذهبي، ژبني، تجارتي او سياسي روابط نور هم پياوړي سي. په غونډه کي دواړو لورو د افغان سوداګرو پر مخ د چابهار بندر پر پرانيستلو خوښي وښوده او زياته يې کړه چي نور به هم سوداګرو ته د دې بندر له لاري د خپلو سوداګريزو توکو د راواردولو پر مهال ډيري نوري اسانتياوي هم برابري کړي.