کور / تازه خبرونه / د تکنالوژي یو شرکت د نړئ تر ټولو کوچنی او ارزانه کمپیوټر جوړ کړ

د تکنالوژي یو شرکت د نړئ تر ټولو کوچنی او ارزانه کمپیوټر جوړ کړ

د تکنالوژئ یو شرکت د نړئ تر ټولو کوچنی او ارزان بیه کمپیوټر چی د اورلګید په اندازه ده جوړ دی
لکه څرنګه چې په نړئ کې د ټیلیفونونو د کوچني‌ کیدو په برخه کې هلې ځلې دوام لري‌ همداشان د کمپیوټر د لا کوچني‌ کولو او د بیې د راټیټولو په خاطر هم هلې ځلې دوام لري. په همدې چوکاټ کې د تکنالوژئ‌ یو شرکت د اورلګید د کوتئ په اندازه یو کمپیوټر جوړ کړی دی. یاد شوي‌ شرکت ددې کوچني‌ کمپیوټر بیه ۹ امریکايي ډالره ټاکلې ده .
نوموړي‌ شرکت ویلي‌ دي‌ چې د کمپیوټر د تولیداتو په خاطر يي کافي‌ مالي‌ مرسته ترلاسه کړې ده او په لنډه موده کې به په تولیداتو پيل وکړي.
دا کوچنی کمپیوټر چې د نکس تینګ په نامه د شرکت لخوا جوړ شوی دی ۵۱۲ ام بي رم او ۴ جي‌ بي هم داخلي‌ حافظه لري. دا کوچنی کمپیوټر افیس د پروګرام سربیره وایفای او بلوتوت ځانګړتیا هم لري. دا کمپیوټر د نورو کمپیوټرو سره هیڅ کوم توپیر نلري .