کور / تازه خبرونه / عزيزي:دپخلا سوو کسانو لپاره باید لازم فرصتونه برابر کړي

عزيزي:دپخلا سوو کسانو لپاره باید لازم فرصتونه برابر کړي

کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د سولي شورا ددارالانشاء رئيس او غړو ته سپارښتنه وکړه چي دپخلاسوو کسانو له پاره لازم فرصتونه برابر اوهغوی ته دي دحلالي روزۍ دپيداکولو زمينه برابره کړي .
تېره ورځ مازيګر مهال دسولي شورا ددارالانشاء رئيس دکندهار والي سره دهغه دکار په دفتر کي وکتل .
په ياده ليدنه کي دسولي شورا رياست ددارالانشاء مسئول محمد عمر ساطع کندهاروالي ته دنوي دندي مبارکي ووايه او دسولي شورا دغړو دمعرفت ترڅنګ کندهاروالي ته دخپلو کاري پلانونو په اړه معلومات هم وړاندي کړل
ښاغلي ساطع په کندهار کي دسولي روانه پروسه ښه وبلل او زياته يې کړه ، چي زيات شمېر وسلوال مخالفين او س په دې پوهېدلي ،چي جنګ دحل لارنه،بلکي تباهي او بربادي ده.
هغه وويل ، ډېرو مخالفينو اوس له جګړې لاس اخيستی اوخپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي نوموړي په دامان ولسوالۍ کي دشهيد احمد ولي خان کرزي مېنه کي د ۲۰۰ جريبه مځکي د ورکړي يادونه هم وکړه ، چي د پخلا سوو مخالفينو له پاره به پکښي کورونه جوړ او هغوی ته په واک کي ورکړل سي .
کندهاروالي ډاکټر همايون عزيزي دسولي شورا فعاليتونه ښه وارزول او ډاډ يې څرکند کړ ، چي ولايت مقام به دنوموړي شورا سره خپلي همکارۍ ته دوام ورکړي او په دې برخه کي به لازم اقدامات تر سره کړي .
کندهار والي دسولي ددارالانشاء رئيس ته وويل سولي شورا بايد په تبليغاتي برخه کي کار وکړي او د رسنيو له لاري پر روانو حالاتو وږغيږي، تر څو خلک د سولي او امن په اهميت وپوهيږي. والي وويل د سولي شورا کارکوونکي بايد په رسنيو کي د امنيتي حالاتو جاج واخلي او پر امنيتي مسايلو په مفصل ډول وږغيږي