کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / قومي جوړښتونه او په امنيت كښي يې ونډه

قومي جوړښتونه او په امنيت كښي يې ونډه

شك نه شته چې افغانان د يوداسې لرغوني او پخواني كلتور څښتنان دي،چې له يوې خوا قدامت لري او له بلې خوا افغانان ورته د قدسيت په سترګه ګوري،دا هم جوته خبره ده چې د كلتور لرغونتوب د همغه ملت د اوږده تاريخ خبرې كوي،قومي جوړښت چې د افغاني كلتور يوه مهمه او ژوندى برخه ده ،په هغه اندازه قدامت لري څومره چې افغاني كلتور پخوانى دى،هغه مها ل چې په افغانستان كې اساسي قوانينو وجود نه درلود همدا قومي مخور كسان او مشران وو چې د هرې ستونزې د حل لار به يې د قومي جوړښت په اصولو او عنعناتو كې لټوو او داسې د حل لارې يې كيښودې چې اوس هم زمونږ د عرف او عنعاني په چوكاټ كې مÙ�م رول لري،يانې دا مهال هم ډيرې ستونزې د همدي قومي عرف او عنعانې په چوكاټ كې د حل لار مومي،شك نه شته چې جنګ او جګړې زمونږ  د ژوندهر اړخ داسې ولړزوو چې بېرته رغول يې رښتيا هم ډير وخت او امكاناتو ته اړتيا لري،هغه څه چې په دې دوران كې ډير ټكنې نه شول هغه قومي جوړښت وو،يانې د جنګ په كالونو كې هم هغه قومي جوړښت يو څه پياوړى پاتې شو،دا چې د جنګ په كالونو كې په ټولنه باندې خپل سري او ګډوډي حاكمه وه نو هيچا نه قوانين پيژندل او نه يې هم دوخت قوانينو ته درناوى درلود.


كله چې په ټولنه كې قانون وجود ولري نو طبعي ده چې انسان به د ستونزې پرمهال ورته مخ اړوي خو كله چې قانون وجود ونه لري او يا هم د يوې ډلې‡ لاس كې لويدلى وي نو شك نه شته چې خلك به دقانون په ځاى د ستونزې د حل لار په قومي عرف او رواج كې لټوي،همدا لامل دى چې په افغاني ټولنه كې قومي جوړښت او دستور ته د ستونزو دهواري د يوې معتبرې منبع په سترګه كتل كيږي،دا مهال چې په هيواد كې امنيتې وضعه يوڅه ټكنۍ غوندې ده نو كه چېرې قومي جوړښت او دستور ته مخ وګرځول شي شك نه شته چې د وضعې د بهبود له پاره به ګټوره او موثره ثابته شي،په تاريخي لحاظ چې كله دولت له ستونزو سره مخامخ شوى نو خپل مخ يې اولس او قومي رسم رواج ته ګرځولى او د تل له پاره په دې بريالى شوى چې ځان د قومونو په ملتيا له هر ډول ستونزې څخه راوباسي،قومونو او اولسونو هم د خپل دولت سره د هرې ستونزې پر مهال مرسته او همكاري كړي ،اوس هم دولت بايد ځان قومونو او د قومونو جوړښتونو ته نږدې كړي او اولس په دې وپوهول شي چې امنيت يوازې ددولت نه بلكې د ټولنې د هر فرد په ګټه دى.


كه چيرې په ټولنه كې امنيت وجود ولري نو پرته له شكه چې هره كورنۍ به خپل بچيان پرته له ويرې او ډار مدرسو او ښوونځيو ته وليږي،خلك او اولس به د روحي سكون په فضا كې د ژوند چارې پرمخ بوځي او بالاخره به د ژوند په هر ډګر كې وده او انكشاف په وجود راشي ،خو كه په ټولنه كې امن وجود ونه لري نو شك نه شته چې ټولنه به په مادي او ماناوي لحاظ ځوريږي او پايله به دا شي چې هر ډول وده او پرمختګ به Ù ټپه ودريږي چې دا حالت د يو ملت د پرشاتګ څخه بله هېڅ ډول مانانه لري.


دا چې په ټولنه كې امن د هر چا په ګټه ده نو لازم دادي چې هر څوك يې په منځ ته راتګ كې هڅه او مرسته وكړي،قومونو چې د تاريخ په اوږدو كې د هيواد پر وړاندې خپل ملي او ايماني پور ادا كړى،اوس يې هم دنده او مسوليت جوړيږي چې د خپل هيواد د ماناوي او مادي پرمختګ له پاره د زړه له تله هڅې وكړي،د هيواد په مادي او ماناوي پرمختګ سره د هر انسان د ژوند په هر ډګر كې مثبت او ژور بدلونونه راتلى شي،نړۍ وګورئ په كومه خوا روانه ده او وګړي يې د خپل اولس او ملت د سوكالۍ له پاره څه ډول هڅې او زخمتونه ګالي،دا چې د هغوى په نسبت مونږ ډېر تر شاه پاتي يو نو لازم دادي چې هڅې او كوښښونه موهم له هغوى څو چنده زيات وي،ترڅو د همدې هڅو او زخمتونو پرمټ خپل هيواد او ملت د شته خوارۍ،بې وسۍ او بدمرغۍ له پنجو څخه را وباسو.


په پوره هيوادنۍ مينه