کور / تازه خبرونه / اسلامي سازمان: د پاكستان پر ضد توطيه روانه ده

اسلامي سازمان: د پاكستان پر ضد توطيه روانه ده

د اسلامي هيوادونو سازمان OIC وياند فيصل محمد وايي پاكستان له يوې نړيوالي توطيې سره مخ دئ.
فيصل محمد په كويټ كي په يوه خبري كنفرانس كي وويل پاكستان چي د اسلامي نړۍ يو مهم ترين هيواد ګڼل كېږي، تر اېران له زيات خطر سره مخ دئ.
دى وايي د نړۍ زبرځواكونو پاكستان په داخلي ستونزو كله له اسلامي تندلارو سره په جګړه اخته كړى او كله يې هم د خپلو شخصي تقضاوو پر بنسټ د عدليې او قانون د آزادۍ په موضوعګانو كي بوخت ساتلى وي.
نوموړي وويل د پاكستان پر ضد په دې توطيه كي د دنيا خطرناك ترين هيوادونه شامل دي، او دوى پتېيلې چي دغه ستونزي د خبرو اترو له لاري اواري كړي او د اسلامي هيوادونو سازمان د سيمي له نورو هيوادونو سره په تماس كي دئ.