کور / نثر / ړانده توغندۍ

ړانده توغندۍ

ستړی ستومانه دوظيفې څخه کورته ولاړم ځکه چې نن ورځ مې  په دفترکې دټولوورځوپه پرتلا زيات کارکړی وباوروکړه چې دومره توان مې نه درلوچې دتلويزيون ريموټ راوخلم اوتلويزيون روښانه کړم ساعت ته مې وکتل پوره نيم ساعت خبرونوته پاتې ووځان سره مې وويل چې نن شپه خودخوست سيمه ايزتلويزيون څخه دبيارغووني برنامه هم خپريږي کيداي شي چيرته دبيارغوني کارشوي وي بايد ويې ګورم کله مې چي تلويزيون روښان کړ دخوست سيمه ايزتلويزيون مې پکې چلان کړپه لمړي سرکې په سکرين باندي وليکل شول چې پام وکړئ ؛يوه تازه خبرته!


مافکروکړچې کيداشي کوم دبيارغوني خبربه وي چي په ميليونوافغانۍ به پرې ولګول شي خوناطاق په سکرين راښکاره شوپه ډيره بيړه يي بي مقدمي وويل په خواشيني سره موخبرترلاسه کړچي ديونامعلوم ځاي څخه ړانده توغندي راوتوغول شول په يوکورباندې ولګيدل په کورکې يې درې ماشومان شهيدان کړل اويويې سخت ټپي کړپه داسې حال کي چې دکورلوی ماشومان په ډوډۍ باندې ناست وو،


په تصويرکې مې وليدل چې په يوکورکې څلورماشومان داسې په وينوکې لت پت پراته وو لکه يوظالم چې په سروګلانوباندې غوبل وکړي يوماشوم يواځې يوپښه اولاس ښوراول خوله يې وچه وه په شونډوخويې څه ويل خودومره پوهيدم چې دباباجان اومورجانې نارې وهي اوازيې دخولې نه رواتو دکورديوالونه اودروازې دمرګوني توغندي له پرچوڅخه ډکې وې دکلي خلکواودهرچا پرمخ باندي  داوښکورودونه ښکاريدل اوځينوښځواوماشومانوبه په چيغوچيغوپه دې تنکويوماشومانوفريادونه کول  زه هم دهمدې تصويرپه ليدلوسره ډيرسخت وبوږنيدم يوسوړاسويلی مې وايست اوبيامې بې اختياره دځان سره په زوره  وويل چې کله به موږله دغې بلاڅخه ژغورل کيږو؟.


١٣٨٧کال/دچنګاښ ٢دويم تاريخ


د خوست تلويزيون