کور / z_buitenland_news -- 5 / سپينه ما ڼۍ:پاكستان دې ايمرجنسي ختم کړای سي

سپينه ما ڼۍ:پاكستان دې ايمرجنسي ختم کړای سي

 


نيو يارک


سپينې ماڼۍ وئيلى دى چې دامريكا دبهرنيو چارو دوزارت مرستيال جان نيګرو پونټى دپاكستان اولسمشر مشرف ته صاف او سم پيغام وركړى اوس به كتل كيږي چې په پاكستان كښې ايمرجنسي څومره زر پورته كيدى شي داخبرې دسپينې ما ڼۍ وياند په يو پريس كانفرانس كښې وكړې او زياته يې كړه چې اوس وخت راغلى چې په پاكستان كښې ايمرجنسى زرترزره پورته كړى شى بلخوا دامريكا چارواكو په پاكستان ټينګار كړى چې زرترزره ايمرجنسى ختمه كړى داخبرې دامريكا دبهرنيو چارو دوزارت وياند په يو پريس كانفرانس كښې وكړې  او زياته يې كړه چې په پاكستان كښې دجمهوريت وده او دسياسى بنديانو خوشې كيدل اودميډيا ازادى ضرورى ده، دغه خبرې وروسته دهغې خپريږى چې دامريكا دبهرنيو چارو دوزارت مرستيال جان نيګروپونټى اولسمشرمشرف سره خبرې وكړې او په پاكستان كښې دايمرجنسى دپورته كيدلو خبره هم وكړه