کور / تازه خبرونه / محمود خان اڅگزی له پاکستاني زندانه خلاص سو

محمود خان اڅگزی له پاکستاني زندانه خلاص سو


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پونم د مشرتابه  غړی ښاغلی محمود خان اڅګزی شاوخوا دوې اوونۍ د پاکستاني پوليسوله خوا زنداني سوی و ، نن له بنده خوشي کړل سو


نوموړي د زندان څخه دخوشي کېدو سره سم خبري غونډي ته وينا وکړه او د پرويز مشرف دا عمل د دموکراسۍ ضد عمل وباله ، هغه وويل چي په زور کلي نه کيږي نه چا کړي دي ، نو مشرف هم بايد د زور له لاري د حکومت کولو کوښښ ونه کړي .


د خان محمود خان اڅګزي برسېره دوه زره تنه نور بېلابېل دولتي چارواکي او سياسي شخصيتونه چي د پاکستاني جنرال پرويز مشرف په لارښوونه د دوو اوونيو په ترڅ کي زندان ته اچول سوي وه خوشي سوه ، لا اوس هم تر دوه زره پوري نور سياسي کسان په زندانونو کي بنديان دي .


نن بيا هم د پاکستان په يو شمېر ښارونو کي د رسينو کارکوونکو ددولت له خوا پر رسنيو د بنديز پر ضد لاريونونه وکړل چي د پوليسو له خوا د سخت غبرګون سره مخامخ سول ، يو شمېر يې زخميان سول او ځيني زنداني کړل سول .