کور / تازه خبرونه / په اروزګان ولايت كې 14 وسله وال طالبان ووژل شول

په اروزګان ولايت كې 14 وسله وال طالبان ووژل شول


افغان چارواکي وايي چې د اروزګان ولايت په چارچينو ولسوالۍ کې يې څوارلس وسلوال طالبان وژلي دي. د چارواکو په وينا په وژل شوو طالبانو کې دوه مشران هم شامل دي


.


د اروزګان ولايت امنيه قوماندان جمع ګل همت وويل چې د وسلوالو طالبانو د غونډې پر مهال باندې پر دوی باندې د نړيوالو ځواکونو بمبارۍ وشوې، ښاغلی همت زيلته وي چې لومړی امنيتي پوليسو د پټو اطلاعاتو پر بنسټ باندې د وسلوالو طالبانو سيمه کلا بنده کړه او وروسته ايتلافي ځواکونو سيمه په نښه کړه.


د اروزګان ولايت چارچينو ولسوالي د تېرو دوو کلونو را په دېخوا د تاوتريخوالي ښکار ده خو افغان چارواکي هڅه کوي چې په دغه ولسوالي کې ډاډه امنيتي فضا رامنځته کړي. . 



دطالبانو يوه ځايي قوماندان دخپلو دوو ملګرو وژنه تاييد كړه خو ويه ويل چې يو بل ملګرى يې ټپي شوى دى