کور / تازه خبرونه / په كندهار كې تر دوه سوه 200زيات سپي ووژل شول

په كندهار كې تر دوه سوه 200زيات سپي ووژل شول



د لېونيو سپيو څخه د ژغورنې کمپاين په کندهار ښار کې په داسې حال کې پيل شو چې د کندهار ځينو وګړو د سپيو د ډېروالي څخه شکايت درلود.


که څه هم تر اوسه پورې په کندهار ښار کې د لېونو سپيو له خوا څخه د خوړل شويو کسانو شمېره نه ده معلومه خو ځينې خلک اندېښنه ښيي چې د مني په موسم کې لېوني سپي زياتېږي. .


د کندهار په ښار او بېلابېلو برخو کې اوس د سپيو شتون زيات احساسېږي خو دغه کمپاين چې د عامې روغتيا د رياست امنيه قومانداني، او ښاروالي له لوري په کار اچول شوی ښايې د دې سبب وګرځي چې په سيمه کې د سپيو له خوړلو څخه انسانان وژغوري.


د کندهار ډېری ښاريان وايي چې د ګڼو سپيانو شتون په ښار کې ناروغۍ راپېښولای شي.


د قتلوي معافيه مسوول ډاکټر مامون وايي چې د دغو سپيانو د وژلو سلسله به له ښاره دباندې ولسواليو ته هم وغځوي.


د ده په خبره چې يوازې تېره شپه يې دوه سوه اتلس سپي وژلي دي . دطالپانو دواكمنۍ له ړنګېدو راهيسته دالمړى ځل دى چې ځايي چارواكې ددومره سپيانو دوژلو خبر وركوي.


يادونه : کله که ستاسو په کور ، کوڅه يا کلي کي څوک د ليوني سپي له خوا داړل کيږي نو سمدستي يې تر ټولو نژدې روغتيايي کلينک ته ورسوئ ، ليونی يا رابېس سپي د داړلو سره سم ويني ته د Rabies  په نوم ويروس ليږدوي او دا ويروس ډير د لږ وخت په تېريدلو سره پر مغزو حمله کوي او د انسان د مرګ سبب ګرځي .