کور / تازه خبرونه / ناټو په سنګيسار کي دالوتکي غورځيدل ردوي

ناټو په سنګيسار کي دالوتکي غورځيدل ردوي

کندهار


د سنګيسار څخه په رارسيدلو خبرونو کي طالبان په هغه سيمه کي د ناټو د ځواکونو د يوې الوتکي د راغورځيدلو ادعا کوي ، ويل کيږي چي د ايساف الوتکه په مرميو ويشتل سوې او راغورځول سوې ده خو له بلي خوا په کندهار کي د ايساف مطبوعاتي دفتر لراوبرويبپاڼي ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي د الوتکي راغورځيدل ردوي ، او  وايي چي دا خوشي اوازې دي چي ويل کيږي چي د ايساف الوتکه غورځېدلې او د رالوېدلو پر وخت يې سيمه ايزو وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده .


سنګيسار د طالبانو د مشر ملا محمد عمر پخوانی جهادي سنګر دی او په ۱۹۹۴ ميلادي کال کي يې په لومړي ځل د طالبانو اسلامي غورځنګ پيل هم له همدې کلي څخه وکړ .