کور / تازه خبرونه / حکومت د داعش او وسله والو تر منځ د نښتي خبر ورکى

حکومت د داعش او وسله والو تر منځ د نښتي خبر ورکى

په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې داعش وسلوالو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې له ۱۰ تنو وسلوالو طالبانو سرونه غوڅ کړې دي.
چارواکي وايي، چې یاده پيښه پرون په سیمه کې د دوی له چاڼیزو عملیاتو وروسته رامنځته سوې ده.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د عامه اړیکو مسول ډګروال محمد نعمان هاتفي رسنیو ته ویلي ، چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې هغه مهال له لس تنو وسلوالو طالبانو داعش ډلې سرونه پرې کړل، چې د دوی د عملیاتو په پایله کې د سیمې پریښودو ته اړ سول.
هغه وویل، دوی د اچین په (کامپز) سیمه کې عملیات درلودل او وسلوال طالبان اړ شول، چې د ځان ژغورنې په موخه له سیمې وتښتي.
ډګروال هاتفي زیاته کړه، چې وروسته لس تنه وسلوال طالبان په (پيښې خوړ) سیمه کې د داعش ډلې په لاس ورغلي او سرونه یې ترې غوڅ کړې دي.
تر دې وړاندې هم په ختیځ کې د ملي اردو چارواکو د ننګرهار په بیلابیلو ولسوالیو کې د وسلوالو طالبانو او داعش ډلې ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړي؛ خو د دې تازه په پيښې په ګډون تر اوسه دغو دواړو لورو په دې تړاو کوم نظر او غبرګون نه دی څرګند کړی.