کور / تازه خبرونه / ایتلاف: په پکتیکا کې ۵۵ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

ایتلاف: په پکتیکا کې ۵۵ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

ایتلافي ځواکونه ادعا کوي چې وسلوالو طالبانو ته یې د پکتیکا ولایت په زیرک ولسوالۍ کې درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده ، لر او بر ویبپاڼې ته د ایتلافي ځواکونو راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي دي چې طالبانو وړمه ورځ پر دوی دیوه کمین په ترڅ کې برید وکړ چې دوی یې پر وړاندې جګړه وکړه د خبرپاڼې په لېکنې په نښته کې یې ۵۵ وسلوال طالبان وژلي ۲۵ یې ټپیان کړي او دری تنه یې نېولي دي. دوی وايي چې د وژل شویو وسلوالو په منځ کې د وسلوالو دری مهم قومندانان هم شامل دي.
خبرپاڼه وايي چې دوی له هوايي ځواک نه هم کار اخیستی دی ، خو ایتلافي ځواکونو ندي ویلي چې دوی ته څومره زیان رسیدلی دی.