کور / تازه خبرونه / چارواكي: پنځه ځانمرګي بريد كوونكي ونيول سول

چارواكي: پنځه ځانمرګي بريد كوونكي ونيول سول


د كندهار دولتي چارواكي وايي د يكشنبې په ورځ يې دوه تنه ځانمرګي بريد كوونكي په داسي حال كي نيولي چي د سپين بولدك پر پوله افغانستان ته را اووښتل.
د كندهار والي اسدالله خالد نن په دوشنبه خبريالانو ته وويل، نيول سوي كسان دواړه په اردو ږغېږي، چي په وينا يې پاكستانيان دي ظاهر او علي احمد نومېږي.
چارواكي وايي له دوى سره د ولي محمد په نوم يو لارښود افغان هم نيول سوى دئ، چي وايي دغه كسان يې كندهار ته پر بهرنيو ځواكونو د بريد دپاره راوستل.
بلي خوا ته پژواك خبري آژانس د افغانستان ملي امنيت په حواله د درو ځانمرګو بريد كوونكو د نيولو خبر وركړى دئ.
د پژواك آژانس د خبر له مخي دغه كسان هم پاكستانيان دي چي ذكيم الله، نورمحمد او اشفاق نومېږي.
دوى په هلمند كي د ملي امنيت رياست له خوا تېره اونۍ نيول سوي چي تر پلټنو وروسته يې اوس نومان اعلان سول.
افغان چارواكي كه څه هم نيول سوي كسان ټول پاكستانيان ښيي او وايي چي هلته يې روزنه ترلاسه كړې، خو په دې باب لا تر اوسه نه افغان طالبانو او نه هم پاكستاني حكومت رسمي غبرګون ښودلى دئ.