په شينډنډ ولسوالي كي ځانمرګي پنځه تنه ووژل

34 | جون 23rd, 2008



د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالي پوليس وايي د موټر بم چاودني چي په غالب ګومان ځانمرګى بريد و، پنځه تنه ووژل او تر شلو ډېر يې ټپيان كړل.
د راپورونو له مخي دغه بريد د شينډنډ په ښار كي د بهرنيو ځواكونو پر يوه كاروان سوى دئ.
عيني شاهدان وايي پېښه هغه وخت رامنځته سوه چي بريد كوونكي خپل موټر د ځواكونو پر كاروان ور وځغلاوه او وروسته هغوى ډزي پر وكړې، چي له امله يې موټر هوا ته والوتئ او يوه درنه چاودنه رامنځته سوه.

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024