کور / تازه خبرونه / په خوست کې درې ملکي وګړي ووژل شول

په خوست کې درې ملکي وګړي ووژل شول

دوشنبه د خوست ولايت د يعقوبيو په ولسوالۍ کې د يو بم چاودنې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي .
خوست والي ارسلاجمال لراوبر پاڼې ته وويل چې نوموړی پيښه د يعقوبيو ولسوالۍ د خټکي کلي په سيمه کې رامنځته شوي .
جمال وايي چې پيښه هغه مهال رامنځته شوه چې د وژل شوو کسانو سراچه ډوله موټر په   سيمه کې د تيريدو په حال کې ول، موټر د سړک د غاړې په ماين وربرابر شو  چې په پايله کې د يوې ښځې په ګډون دری کسان پکې ووژل شول.
 د يادولو وړ ده تيره ورځ په خوست کې د يو توغندي له امله  چې پر کور لګيدلی و څلور تنه تنکي ماشومان وژل شوي او اوه نور ټپيان شوي وو.