کور / اسلامي / دروژې فقهي مسایل (۵)

دروژې فقهي مسایل (۵)

۲۸:دغوږونودخیروایستل:
دغوږونودخیروپه ایستلوهم روژه نه ماتیږي.
(مراقی الفلاح: ۳۴۲)
۲۹:ستوني ته دخولې دناړویابلغموراتلل:
که پزه په دومری زورسره سوڼ کړل شي چی بلغم ستونی ته ولاړشي اوکه همدارنګه که دخولې ناړې وستونی ته ولاړی شي روژه نه په ماتیږي.
( هندیه ۱/ ۲۰۳)
۳۰: وتلي ناړی چی بیرته وخولې ته داخلی شي:
که له خولې څخه ناړي ووزی خوهغه لاڅڅیدلې نه وي اودخولې وخواته وګرزي اوتیری شي روژه نه په ماتیږي.
(قاضی خان ۱/ ۲۰۸)
۳۱:دلږقی حکم:
که لږقی راووتی بیاپه خپله ستونی ته ولاړشي نوروژه نه په ماتیږي خوکه په قصدسره وګرځیدی بیاروژه ماتیږي.
(هندیه ۱/ ۲۰۴)
۳۲:ترټیغونوورسته اوبه راوتل:
که یوسړي په پیشلمي باندی ډیره ډوډۍ خوړلې وي اوترلمرراختلووروسته ئې له ټیغوسره اوبه راتلې داروژه نه ماتوي.
(فتاوی رشیدیه: ۳۷۱)
۳۳:دوینودرولولپاره درمل استعمالول:
دغاښونودوینودرولولپاره دارودرمل استعمالول روادی مګرمکروه تنزیهی دي.
(فتاوی دارالعلوم دیوبند ۶/ ۴۰۴)
۳۴:په روژه کی سرغوړل:
دروژې په حالت کی سرغوړل هیڅ پروانلري.
(شامی بیروت ۳/ ۳۲۷)
۳۵:پرسرلونددسمال اچول:
دروژې په حالت کي کالي لندول، یاپرسرباندی لونددسمال اچول هیڅ پروانلري.
( فتاوای دارالعلوم دیوبند ۶/ ۴۰۵)
۳۷: میرمنې ته په شهوت کتلوسره انزالیدل:
که میړه وخپلی ماینې ته په شهوت سره وکتل اویایې دهغې خیال په زړه کي راوستی چی له کبله ئې انزال شو نوروژه ئې نه ده فاسده. (درمختارزکریا ۳/ ۳۶۷)
نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه ستاسوورورعبدالغفار جُبیر
ستاسوددعاوومحتاج