کور / تازه خبرونه / په کونړکې قاچاقي چاتراش ونیول شول

په کونړکې قاچاقي چاتراش ونیول شول

دولایت مقام د لارښونی سره سم چې ولسوالانو او دولتي ادارو مسؤلینوته یې کړی تیره شپه دنرنګ په ولسوالۍ کې یوه اندازه چاتراش چې په ډیر ماهرانه ډول دګازوپه یوه ټانکرکې ځای پرځای شوی وو غوښتل یې چې په قاچاقي ډول یې دکونړ ولایت څخه ننګرهار ولایت ته انتقال کړي دموترچلونکي په شمول د ولایت مقام دساتونکو اولسوال له خوا ونیول شول.
دکونړوالي وحیدالله کلیمزي وویل هغه ژمنه چې می د ولس او دولت سره کړی په عمل کې یې څرګند وو نور چاته اجازه نه ور کوو چې ملي شتمنۍ لوټ کړي نوموړي وویل دهیواد جمهور ریئس دنماینده په حیث می ټولوملکي ادارو او امنیتي ارګانونوته دنده سپارلی چې په جدی ډول دځنګل وهنی او لرګیو دقاچاقومخه ونیسي ښاغلي کلیمزي خبرداری ورکړ ټول هغه کسان که په هره کچه وي او په قاچاقوکې لاس ولري ګرفتار او دقانون منګلوته به وسپارل شي او ګوت څنډنه یې وکړه هغه مسوولین به مجازات کړي چې دقاچاقوپه مخنیوي کې غفلت وکړي .