طالبان : د ارچې اولسوالي مو ونيوله

عطاالله محمدي | جون 22nd, 2015


وسله والو طالبانو په خپله يوه انټرنيټي رسنۍ کي خبر ورکى ( ورکړ ) چي د کندز ولايت د ارچي اولسوالۍ ئې نيولې.
طالبان ليکي چي دا اولسوالۍ ئې دوو ورځو تر حملو وروسته ونيوله او نن سهار ئې د اولسوالۍ وداني هم د افغان حکومت له پوليسو خالي کړې او د دوى وسله وال پکښي ځاى پر ځاى سوي.
د يادوني وړ ده چي د دشت ارچي اولسوالي يوه له هغو اولسواليو څخه ده چي ډېر کله د وسله والو او حکومت له يوه لاس پر لاس کېږي.
په دې اړه خپله افغان حکومت تر اوسه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024