کور / اسلامي / دروژې فقهي مسایل(4)

دروژې فقهي مسایل(4)

۱۷:په غوږوداوبوننوتل:
په غوږونوکی بې اختیاره داوبوننوتل روژه نه فاسدوي، خوکه ئې په قصدسره په غوږکي اوبه داخلي کړي نو دیوه قول مطابق روژه ئې ماتیږي.
(شامی زکریا ۳/ ۳۶۷، طحاوی علی المراقی ۳۶۲)
۱۸:بې اختیاره قی وهل:
بې اختیاره قی وهل روژه نه خرابوي اونه ئې فاسدوي.
(مراقی الفلاح: ۳۶۲)
۱۹:په خوب کی شیطان خطاایستل (احتلام):
احتلام یادشیطان خطاایستل هم روژه نه فاسدوي.
(شامی زکریا ۳/ ۳۶۷)
۲۰: دغاښ وینه په روژه کي:
که دغاښ څخه وینه ووځی اونس ته ولاړه نشي نوروژه نه په ماتیږي.
(شامی بیروت ۳/ ۳۲۷)
۲۱: دجنابت په حالت کی سهارکیدل:
دجنابت په حالت کي ترپیشلمي اوسپیده چاودووروسته په غسل کولوروژه نه فاسدیږي.
(درمختارمع الشامی زکریا ۳/ ۳۷۲)
۲۲: له خپلې میرمنې سره ساعت تیرول:
دروژې په حالت کي که یوڅوک له خپلی میرمنې سره ساعت تیرکړي داروادی په هغه صورت کی که چیری دانزال اوجماع ویره نه وي.
(هندیه ۱/ ۲۰۰)
۲۳: دمذي وتل په روژه کي:
دمذی په وتلوسره روژه نه ماتیږي.
(احسن الفتاوی ۴/ ۴۴۱)
۲۴:په غاښونوکی دنخودپه اندازه شی پاتي کیدل:
که دنخودترمقدارکم خوراک په غاښ کي پاتي شي بیاله خولې څخه تروتوپرته تیرشی نوروژه نه فاسدیږي.
(هندیه ۱/ ۲۰۲)
۲۵:دګرمۍ له کبله غسل کول:
دګرمۍ یاتندي له کبله غسل کول درست دی هیڅ پروانلري.
(هندیه ۱/ ۲۰۳)
۲۶: ترغرغړې وروسته ناړي توکول:
ترغرغړې وروسته یوځل ناړي توک کړل شي اوبیادناړودتیرولوسره روژه نه فاسدیږي.
(هندیه ۱/ ۲۰۳)
۲۷:ستونی ته دخولې یااوښکوداخلیدل:
که اوښکي یادمخ دوه څاڅکي خوله ئې بې اختیاره ستونی ته ولاړه شي نوروژه نه فاسدیږي.
( هندیه۱/ ۲۰۳)

نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور عبدالغفار جُبیر
ستاسوددعاوومحتاج