کور / اسلامي / روژه په اسلام اوساینس کی (10)

روژه په اسلام اوساینس کی (10)

روژه اودهضمې نظام
په دې هکله ډېروعربی ساینس پوهانو اوداُمت مسلمه حکیمانواوپوهانوڅېړنې اولیکنې کړېدې، چي دهریوه لیکنه اومقاله ئۍ دغوراوفکروړده، هرهغه چاچي په دې لاره کی سفرکړی اوخولې ئې توی کړېدې هغه دملغلروپه شان ارزښت اوقدرلري، خوداشونې نه ده چي په دې هکله دټولوساینس پوهانولیکنې اوڅېړنې دلته سره راغونډې کړم ، البته دااړینه بولم چي ضروري اوازښتناکي ټکی دلته رانقل کړم۔
پروفیسرډاکټرسي۔ ایم حبیب الله چي (Gastroenterologist) یعنی دکلمواومعدې دناروغیودعلم متخصص دی پردې باندی څېړنیزې لیکنې کړېدي، اودی په دې عقیده اوباوردی چي روژه دانسان په بدن کي (Biochemical Changes) یعنی په ژوندیواورګانیزمونوکی حیاتی اوکیمیاوې بدلونونه راولی، چي دابدلون اواوښتون یوفطري عمل دی، ده خپله مقاله پردووبرخووېشلې ده:
الف: دروژې اغیزې دبدن پراوبواونورعناصروباندی، دبېلګي په ډول سره پر:
سودیم (Sodium)
پوتاشیم (Potassium)
کلورایډونه (Chlorides)
کاربونیتونه (Carbonates)
ب: دروژې ژورې اغیزې پرخوراکی اجزاءولکه:
نشایسته (Carbohydrates)
پروتینونه (لحمیات)(Proteins)
شحمیات(Fats)
قوت استحاله (Metabolism Energy)
ج: دروژې اغیزې دهضمې پررطوباتوباندی( Effects of the fast on digestive Juices)
روژه اودبدن رطوبات
په عادی حالت کی دانسان رطوبات په مناسب مقداراواندازې سره وي، په ځانګړي ډول سره هغه ښځې چي وزن ئې ډېروی رطوبات ئې نسبت وعادي انسانانوته ډېردي، خوبل لورته دنارینه ورطوبات وښځینه وته ډېردي؛ هغه په دې مطلب چي په اوسط ډول سره دنارینه په دبدن کی د55 سلنه څخه تر 59 سلنه پوری رطوبات دی اووبل لورته دښځینه ورطوبات د47 سلنه څخه 57 سلنه پوری دی، دزیات عمردڅښتنانورطوبات لږاوبل لورته په ماشومانوکی درطوباتواندازه ډېره ده؛ په عمومی ډول سره دانسان ژونکې (حجرې) پردوه ډوله دی:
1: داخلي ژونکې (Inter Cellular) چي په وینه کي دی
2: اضافه ژونکې (Extra Cellular) چي رطوبات ورڅخه جوړیږی اویادرطوباتوسره یوځای کیږی، خوپه دې رطوباتوکي بدلون حتمي دی، هغه په دې مفهوم که انسان دنسناستی (ډایریا) ښکارشی، یوانسان په ځانګړي ډول سره ماشوم دګرمۍ (تودې لمبې) ښکارشی، اویاهم انسان ولوړعمرته ورسیږی؛ اوکله چي دانسان رطوبات کم شی ددې ژورې اغیزې په ټول بدن کی پرپوستکی (پوټکی) ډېرژرجوتیږی۔
دروژې په نیولوسره دانسان په بدن کی داکمبوتات راځی
داوبوکمی:
کله چي روژه په اوړی کی وی لکه همداکال نوطبعي ده چي انسان دتندی ښکارکیږی، اوزیاته تنده دااغیزې لری چي دخولې رطوبات وچيږی، ژبه وچه اوسخته شی، پوستکی وچ ښکاري، سترګې څه ولویږی اوپه بولوکی هم لږوالی راځی، چي په مجموع کی روژه دبدن اوبه کموی۔
نوربیا۔۔۔
ستاسوددعامحتاج
په اسلامی پاکه مینه ستاسوورور
عبدالغفارجُبیر