کور / اسلامي / روژه په اسلام اوساینس کی (13)

روژه په اسلام اوساینس کی (13)

روژه د داخلی زخمونوغوره درملنه ده
امریکن نېچرل سوسائیټی (American Natural Society) مخکنی مشرډاکترګولډسټېن Dr. Gold Stain پخپل یوکتاب (Natural Diet Triumph over Disease by Fasting) یعنی په روژې اوطبعي خوراک سره دناروغیوکنترول اوقابوکول، کی لیکی:
روژه دبدن ټول زهری مواد(Toxin) له مینځه وړی، چي دانسان لپاره اړینه ده چي روژه ونیسی اوپرطبي پلټونوباندی هرکال تقریبا140 میلیونه ډالره لګیږی ملګرډېرلږخلک دپوره روغتیاڅښتنان کیږی په اصل کی دناروغیوپرپېژندلوباندی پوره غورنه کیږی۔

دی زیاتوی، چي روژه دبدن غیرمنظم ټول فعالیتونه برابروی، اوډېرځله داسی موږتجربه کړېده چي ویوه ناروغه ته دعملیاتودمشورې باوجودموږپه اسلامی طرېقې سره دروژې امرورته کړیدی اوهغه دننه زخمونوئې دروژې په نیولوسره جوړاوروغ شویدی؛ خویوه خبره اړینه ده چي وچاته دلږوروژوامرکوواووچاته دډېروروژوامرکوو؛ کله چي روژه دبدن زهري مواداورطوبات ختم کړی دبدن دفاعي نظام بیاله سره ترمیم شی اوبیابدن ترډېره مهاله پوری دناروغیوپه مقابل کی پوره مقاومت لری۔
(اسلام اومیډیکل ساینس، عرب نیوز، شیخ حبیب)

روژه مات په خُرماسره کول
فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم روژه مات په خُرماسره اوپه اوبوسره فرمایلې دی، داچي خُرماڅومره ارزښت لری ویوه انسان ته اوولې نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورباندی ټینګارکړیدی دابه څه وروسته جوته شی۔ اوس دلته موږغواړوچي خُرماپه قرانکریم، احادیثواوساینس کی وڅېړو، چي ارزښت به ئې لاښه جوت شی۔
خُرماپه قران کی:
دخُرمابیان په قرانکریم کی ډېر مختلف ځایونه راغلی دی چي لړلیک ئې په داسی شیان سره دی:
1: ایاستاسی څخه کوم یوداخوښوی چي دخُرماواوانګوروباغ ولری چي ترونولاندی ئې ویالې بهیږی اوهرډول مېوې پکښې وی۔(البقره 266)
2: اودی هغه ذات دی چي څپرلرونکی باغونه اوبې څپره باغونه ئې پیداکړیدی اودخُرماوباغونه اوکښتونه ئې دبېلابېلومیووسره اوزیتون اوانارسره ورته دی اوسره ورته نه دی پیداکړیدی۔(الانعام (141)
3: اوله خُرماڅخه دهغه له غوټۍ څخه (دهغه دزیات حاصل له کبله) ځمکې ته نژدې وږی راباسو۔(الانعام 99)
4: اودوی ته ددووسړیوبېلګه بیان کړه چي یوه ته مودانګورودوه باغونه ورکړل اوهغه مودخُرماوپه ونوسره چاپېره کړل، اوددغودواړوترمینځ موکښت پیداکړ۔(الکهف 32)
5: اوپه دغوکښتونواودخُرماوپه بڼونوکښې چي وږي ئې له باره ډک دی؟۔(الشعراء 148)
6: اودخُرماوودنګی دنګی ونې موپیداکړیدی چي له هغوله میووډک وږي یوپربل پراته دی۔(سورت ق 10)
7: په هغې کی (بېلابېلې) میوې اودخُرماوغوټۍ لرونکی ونې دی۔ (الرحمن 11)
8: په هغوکی هرډول خوندورې میوې اوخُرمااواناردی۔ (الرحمن 68)
9: اوزیتون اوخُرماوې (عبس 29)
10: اوپه ځمکه کی (بېلابېلې) سیمې څنګ پرڅنګ پرتې دی اودانګوروباغونه اوکروندې اودخُرماووونې۔ (الرعد 4)
11: په دغه (اوبو) ستاسی لپاره غلې اوزیتون(ښوون) اوخُرماوې اوانګوراوهرډول میوې زرغونوی۔(النحل 11)
12: اودخُرماودونواوانګورودتاکونودمېووله شیروڅخه هم یوشی په تاسی څښو(النحل 67)
13: یاتاته دخُرماوویاانګوروباغ وی دهغه په مینځ کی له اوبوڅخه ډکې ویالې جاري کړې۔(بنی اسرائیل 91)
14: نودهغوابوپه وسیله موږستاسي لپاره دخُرماواوانګوروباغونه پیداکړل، ستاسی لپاره په دغوباغونوکښې ډېرې خوندورې میوې دی اوله هغونه تاسی خوري۔ (المومنون 19)
15: اوپه هغوکی مودخُرماوواوانګوروله ونوڅخه باغونه جوړکړی اوپه هغوکی موچينې جارې کړیدی ۔(یس 34)

16: په هغوکی هرډول خوندورې میوې اوخُرماوې اواناردی۔(الرحمن 68)
17: اووڅنډه خپل ځانته بېخ دخُرماچي راتوی کاندی پرتاخُرماپخې لندې تازه۔ (مریم 25)
18: پس خوره (داخُرما) اوڅیښه (دااوبه) او(رڼی) یخی کړه سترګې خپلې (په عیسی اوخوشحاله شه)۔ (مریم 26)
اوهمدارنګه په (طه 71)، (القمر 20)، (الحاقه 20) کی دخُرمایادونه شوېده۔
نوربیا۔۔۔
ستاسوددعامحتاج
په اسلامی پاکه مینه ستاسوورور
عبدالغفارجُبیر