کور / اسلامي / دروژې فقهي مسایل (۱۲)

دروژې فقهي مسایل (۱۲)

دوروڼو اوخویندو دپوښتنو ځوابونه:

په روژه کي دانزال حکم

سوال: ماپه روژه کي له خپلې کوروالاسره جماع وکړل، اوکله چي به دانزال وخت راغی نوبه مي اوبه (منی) دباندی توی کړل داکارمي ۶ ورځی تکرارکړی په روژه کي اوس زمادروژو حکم څه دی؟ قضاء اوکفاره دواړه شته؟ دهری روژې لپاره جلا کفاره ده؟

ودې ته ورته دنورو سوالونو ځوابونه دادي:

ځواب: داچي تاسی داکاروکړی شریعت ودې ته ګوری چی ایا په دې ورځوکي ستاسو روژه وه اودروژو نیت موکړی ووکه یا؟ تاسی چي داکارکوی روژه موپه یاد وه که یا؟ که موپه یاد وه دواړو دروژو نیت کړی وو اوروژې مووې نوپردواړو قضاء اوکفاره شته یعنی تاسی به ۶+۶۰ روژې نیسی – ۶ روژې مو دروژو قضاء شول او ۶۰ روژې موکفاره شول .

کله چي دنردتناسلی آلې سر(حشفه) داخله شی که انزال وشی اوکه ونشی روژه ماته ده- که قصداً داکاروشي قضاء اوکفاره دواړه شته.

که چیري د ښځې وشرمګاه اویاوښځې ته وکتل شی اویو څوک انزال شی منی یامذی ووځی په دغه صورت نه قضاء شته اونه کفاره شته.

که چیري یوڅوک له خپلی میرمنی سره ساعت تیروي اویا مچه ورڅخه اخلي یعنی مسح صورت ونیسي اوانزال شي په دغه صورت کي صرف قضاء شته اوکفاره نشته.

که څوک استمنا بالید (خپله تناسلي آله په لاس کی انزالوي) په دغه صورت کي صرف قضاء شته اوکفاره نشته.

که دخاوند اودښځې روژه وي اوخاوند یې په زوره له خپلی میرمنې سره جماع وکړی نوپرخاوند یې قضاء اوکفاره دواړه شته اوپر ښځې یی صرف قضاء شته.

که یوسړي له یوه حیوان سره جماع وکړه صرف قضاء یی شته اوکفاره یی نشته.

که یوانسان دښځې یادنر سره پرته دعورته په بل ځای کی انزال شي صرف قضاء شته اوکفاره نشته.

که دیوچا روژه وه او احتلام شو(شیطان خطا ایستی) روژه یی نه د ه ماته.

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه ستاسوورورعبدالغفار جُبیر