کور / اسلامي / روژه په اسلام اوساینس کی (12)

روژه په اسلام اوساینس کی (12)

روژه اوچاغوالی
الله جل جلاله وموږته ډېرنعمتونه راکړیدی، چي داهرڅه ئې دانسانانولپاره پیداکړیدی اوانسانان ورڅخه استفاده کوي، هغه غذاچي انسان خوری اوورڅخه استفاده کوی مهم مرکبات ئې په لاندی ډول سره دی:
1: شحمیات (Fats)
2: پروتینونه (Proteins)
3: نشایسته (Carbohydrates)
کله چي خوراک ومعدې ته ورسیږی نوپه معده کی هضم راوستونکی انزایم (Digestive Enzymes) ورسره علاوه کیږی اوددې خوراکی توکوپه هضمېدوکی پوره ونډه اخلی؛ چي دهضمېدوڅخه وروسته وینې ته جذبیږی، کله چي دمیتابولیزم مرحله صورت نیسی نوانرژی په لاس راځی اوټول بدن په فعالیت اوکارکولوپیل کوی؛ داخبره بایدپه یادوساتوچي دژوندپه هره شیبه کی دانسان په بدن کی حجرې هم جوړېږی اوهم تخریب صورت نیسی داساده خوراک (غوړ، پروتین اونشایسته) ددوهم ځل لپاره په بدن کی تشکلیږی یعنی د
(Fatty Acid)څخه شحمیات، دګلوکوز(Glucose) څخه نشایسته اودامینواسیدوڅخه پروتینونه تشکلیږی، چي ګلایکوجن بیاپه ینه اوعضلاتی نسجو(Liver and Muscular Tissues)کی ځای نیسی؛اوشحمیات بیاپه ینه اودوازګې په نسجونو(Liver and Adipose Tissues)کی ځای نیسی، چي دغه شحمیات دانسان دچاغښت (Obesity) سبب ګرځی، یوه لورته انسان په دې خوښ وی چي زه چاغ شم، وبل لورته داچاغښت دانسا ن لپاره وهلاکت ته ښه راغلاست دی، هغه په دې معنی چي چاغښت روغتیانه ده بلکې تکلیف اوکړاودی، داځکه چي دشکرې (Diabetes Mellitus)، دوینې لوړفشار(Hypertension) اودزړۀ دډېرناروغیو(Coronary Heart Diseases) عامل ګرځی۔
کله چي یوڅوک چاغ شی نوددې مطلب دادی چي دده دوازګوحجرې (Adipose Cells) ډېرې دې، دداسی خلکوپه وینه کی (Fatty Acid) اونورمختلف ډول دشحمیاتومرکبونه یعنی ترای ګلایسرول کولسټرول (Triglycerol cholesterol) ډېروي۔ دشحمی حجروځانګړتیاوې دادې چي دناروغیومدافعت نه کوی، بلکې دناروغیولپاره دځالې حیثیت لری؛ داحجرې وهرډول ناروغیوته ښه راغلاست وایی، نوروژه ئې یواځنیۍ درملنه ده، چي داحجرې په اعتدال اوپه متوازن حالت کی ساتی، روژه وزن کموی، شحمیات کموی اوغوړله مینځه وړی، چي په پایلو کی روغتیاپخپله راځی، نوویلای شوچي روژه روغتیاده۔
روژه دوینې سره کُرویات (Red Blood Cells) زیاتوی
په عمومی ډول سره دوینی سره کرویات د5mm څخه تر15mm پوری دی، اوروژه داشمیرزیاتیږی اوکله چي په وینه کی سره کُرویات زیات شی نوداګټې ورڅخه لاسته راځی:
1: دناروغیودیرغل مخه نیسی۔
2: که دانسان دودې نظام سست وی هغه برحاله کوی۔
3: په بدن کی دزهرواوزهری موادمخه نیسی۔
4: دالتهاب مخنیوی کوی۔
اوکه چيری دانسان دوینې سره کُرویات کم شی نودوینې دکموالی (Anemia) سره مخامخ کیږی، حساسیت
(Allergy) پکښې وده کوی اودتوری غاړې (Whooping Cough) ښکاربه شی۔
روژه اووچوالی (بې اولادی)
په نړیواله توګه سره پروچوالی باندی د(1990ـ 2000) میلادی کاله پوری ډېرې تجربې وشوی، چي پای کی دجاپان په اکیټاپوهنتون سنډائی (The Akita University Sendia North Tokyo Japan) کی پروچوالی (Sterility) باندی یونړېوال کانفرانس دایرشوچي په دې کانفرانس کی دجاپان یووتلی ډاکټرتادایوشی هاسیجاوائی (Dr. Tadayoshi Hasegawai) وویل:
وچوالی (بې اولادی) ددرملنې وړده، هغه مېرمنې چي چاغې وی دهغولپاره یواځی سسب دوچوالی ددوی شحمیات دی اوددوی درملنه په روژې سره کیدای شی، ماپرعقیمو(وچو) شپږوداسی ښځوباندی تجربې وکړلې، اوپه دوی می په اسلامی طرېقې سره روژې ونیولې چي دشپږوڅخه څلورمېرمنې حمل داره شوې اودښکلوماشومانوڅښتنانې شوې، دوی ځکه حمل داره شوی چي روژه پر(Pituitary Glands) یعنی هغوغدوچي دمغزوپه قاعده کی پرتې دې اودبدن مهم هارمونونه تولیدوی، ډېرې ژورې اغیزې کوی، چي په دې اغیزوکې په ښځوکی میاشتنی ناروغی (حیض) هم پیداکیږی۔
په دې ښځوکی یوه ښځه داسی وه چي په ټول عمرکی ورته حیض نه وراغلی، اوڅلورنوری ښځې دچاغښت له کبله عقیمی (وچې) وې، چي دمبارکې روژې په برکت اونیولوسره ئې داټولې ناخوالې ختمې اودهیلوغوټۍ ئې وغوړېدلې اودښکلوماشومانوڅښتنانې شوې۔
روژه اوسرطان
نړېوالوساینس پوهانواوس دایقینی کړېده چي روژه سرطان کموی، اودسرطان دحجرومخه ډ ب کوی، په روژه کی ګلوکوزکم شی اودانسان بدن لاهم وانرژۍ ته اړتیالری، چي دګلوکوزپرځای دشحمیاتوڅخه کاراخلی؛ چي په دې وخت کی دپروتینودتقسیم اوویش مرحله درېږی اوحال داچي دسرطان دحجرووده دپروتینوپه کوچنیوټوټوسره ده، اودروژې په حالت کی دپروتینوذرات کمیږی، چي مطلب ئې دادی چي دسرطان دحجروخوراک ختمیږی اویالږیږی، چي روژه دسرطان دکمولواوختمولولپاره غوره درملنه ده۔
(عبادات اورجدیدمیډیکل ساینس)
نوربیا۔۔۔
ستاسوددعامحتاج
په اسلامی پاکه مینه ستاسوورور
عبدالغفارجُبیر