کور / اسلامي / دروژې فقهي مسایل (۱۱)

دروژې فقهي مسایل (۱۱)

۷۱:هغه عذرونه چی له کبله ئې روژه خوړل روادي:

دمرګ بیره:

که روژاتي په ناڅاپي ډول سره سخت ناروغه شي اودمرګ بیره وي، اویادروژې په نیولوسره ناروغي زیاتیږي نوپه دې وخت کی روژه خوړل رواده.

(هندیه ۱/ ۲۰۷)

۷۲:که دحاملې ښځې اویادماشوم دله منځه وړلوبیره وي:

حامله ښځه دیوه داسی مشکل سره مخامخ شي چی که روژه ونیسي یا دا اویائې ماشوم له منځه ځي نوپه دغه وخت روژه خوړل رواده.

(هندیه ۱/ ۲۰۷)

۷۳:دتندي له کبله روژه خوړل:

که دیوه کارله کبله روژاتي داسی تږي شو چی هیڅ تاب ئې نه کیدی اودمرګ خطره وه نوروژه خوړل رواده، خووبل لورته کی ئې په قصدسره ځان تږی کړ اوکارئې وکړ اوبیاله تندي سره مخامخ شو نوکه چي روژه وخوری ګناهکاره دي.

(درمختار مع الشامی زکریا ۳/ ۴۰۰)

۷۴:کله چي دماشوم دمرګ ویره وي:

که چیري شیدې ورکونکې ښځه دروژې په نیولوسره ودې حدته رسیږي چی یا زه کمزوری کیږم اویا هلاکیږم اویامی ماشوم وږی کیږي اوهلاکیږي نوروژه دي وخوري اوبیادي قضاء راوړي.

(فتاوی دارالعلوم دیوبند ۴/ ۴۶۴)

۷۵: که دنرتناسلي آلې ته دارودرمل داخل شی:

که دنرتناسلي آلې ته داروداخل شي په دې سره روژه نه ماتیږي.

(فتاوی هندیه ۱/ ۱۰۴)

۷۶: په روژه کي مسواک وهل:

په لوند، وچ اوهرډول مسواک سره روژه نه ماتیږي.

(خلاصة الفتاوی ۱/ ۲۶۲)

۷۷:په سفرکي روژه:

په سفرکي روژه پریښودل جائزده خوکه دغیرمعمولي مشقت خطره نه وي نوروژه نیول افضله ده.

(فتاوی عثماني ۲/ فتوی نمبر۱۶۰۱/ ۳۰ج)

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه ستاسوورورعبدالغفار جُبیر

ستاسوددعاوومحتاج