کور / تازه خبرونه / هرات: وسله والو ښځينه پوليسه ووژله

هرات: وسله والو ښځينه پوليسه ووژله


د هرات پوليس وايي د دوشنبې په ورځ د ګذزې په ولسوالي كي وسله والو يوه ښځينه پوليسه ووژله.
د لوېديځ زون د پوليسو وياند عبدالروف احمدي وايي دغه ۲۶ كلنه افغان پوليسه هغه وخت د دوو موټرسكيل سوارانو له خوا وويشتل سوه، چي له دفتر څخه كور ته روانه وه.
د هرات پوليس وايي د نوموړي قاتلين يې تر پېښي وروسته نيولي دي او تحقيقات ترې پيل سوي دي.
هرات چي په افغانستان كي له نسبتاً آرامو ولايتونو څخه دئ، په ۲۰۰۱ كال د طالب واكمنۍ تر ړنګېدو وروسته دا لومړى ځل دئ چي په دې ولايت كي ښځينه پوليسه وژل كېږي.