کور / تازه خبرونه / جنرال عليزى: شپاړس افغان او بهرني طالبان ووژل سول

جنرال عليزى: شپاړس افغان او بهرني طالبان ووژل سول


د ايتلافي ځواكونو له خوا يوه خپره سوې پاڼه وايي د دوشنبې په ماښام يې د پكتيا په سيدكرم ولسوالي كي ۱۶ طالب جنګيالي وژلي دي.
د خبرپاڼي له مخي پر موټر سايكلونو باندي ناست دغه وسله وال يې د الوتكو څخه په نښه كړل، چي وروسته يې په بمبار باندي ووژل.
د پكتيا امنيه قومندان عصمت الله عليزى هم دا پېښه تائيدوي او وايي په وژل سوو كسانو كي پاكستانيان، عرب، چيچن او ازبك طالبان هم شامل دي، چي درې تنه يې ټپيان دي.