کور / تازه خبرونه / پنټاګان: په عراق كي ۴۱۰۴ امريكايان وژل سوي دي

پنټاګان: په عراق كي ۴۱۰۴ امريكايان وژل سوي دي


پنټاګان وايي د ۲۰۰۳ كال له مارچ راهيسي چي امريكا پر عراق يرغل كړى، په دې جنګ كي  ۴۱۰۴ امريكايانو ژوند له لاسه وركړى دئ.
د امريكا له دفاع وزارت پنټاګان څخه په خپره سوې پاڼه كي راغلي چي په دې جمله كي ۳۳۴۱ كسان له عراقي جنګياليو سره په مخامخ جګړو او نور يې په ځانمرګو بريدونو او د سړك د غاړو په چاودنو كي له منځه تللي دي.
د پنټاګان په وينا په ۴۱۰۴ امريكايانو كي اته تنه يې غير پوځي امريكايان وه.
د عراق په جنګ كي ۱۷۶ برتانويان، ۳۳ اېټالويان، ۱۸ اوكراينيان، ۲۱ پولنډيان، ۱۳ بلغاريايان، ۱۱ هسپانويان او اووه ډنماركي پوځيان هم وژل سوي دي.
همدا راز په عراق كي له ۲۰۰۳ كال راهيسي د سلواډور پنځه عسكر، د جورجيا او چارلټويا درې درې عسكر، د ايسټونيا، هالنډ، ټايلنډ او رومانيې دوه – دوه عسكر وژل سوي دي.
پنټاګان وايي په دې جنګ كي د اسټراليا، هنګري، قزاقستان او جنوبي كوريا هم يو – يو عسكر وژل سوى دئ.