کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ۱ برخه: د ښځو په ځواکمنتیا کې دې دولتي او غیر دولتي ادارو نقش

۱ برخه: د ښځو په ځواکمنتیا کې دې دولتي او غیر دولتي ادارو نقش

یاداښت:  ما دا لیکنه په پښتو او درې دواړو کړېده، ترڅو زمو درې ژبې ورونه ورڅخه هم ګټه پورته کړي.


سږ کال د مدني ټولنې بنسټونو له ټولو ژورنالستانو او لیکوالانو څخه وغوښتل چې”  زده کړه ځواکمنۍ ده ”  په موضوع  ګڼې او بیلابېلې لیکني وکړي. زه غواړم  هم په دري او هم په پښتو ژبه د هغو مهمو او کلیدي ارګانونو ددغه شعار د تحقق او پلي کېدا په خاطر د هغو په ونډه خبرې وکړم.


 قرآن کریم زموږ د پیغمبر معجزه او وروستی اسماني کتاب په تکرار سره د زده کړې او علم په اهمیت ټینګار کوي. د اسلام ستر پیغمبر زده کړه یوازې حق نه،  بلکې دا یو تکلیف او فرض ګڼي چې له نظر څخه غورځول یې ګناه ده. دپیغمبر صلی الله علیه وسلم ددغې معجزې لومړۍ وحې په اقرأ یا ولوله پیل شوېده.    زده کړه ځواکمنۍ ده. زده کړه په نر او ښځه فرض ده. زده کړه انسان له تیارو نه د رڼا په لور را وباسي. زده کړه په انسان کې باور، اعتماد، مهارتونه او غښتلتیا ټوکوي.  زده کړه انسان د پایښتېز انکشاف په لور رهنمایی کوي، بالاخره زده کړه انسان د انسان له محتاجۍ راباسي او د انسانیت په خدمت کې یې لګوي.  زه غواړم په دغه لیکنه د ځینو کلیدي دولتي او غیر دولتي ارګانونو څخه د هغو هېلو په اړه چې افغانه مېرمن یې ورڅخه لري لنډه رڼا واچوم:


نقش ولسې جرګه و مشرانو جرګه!
ولسي جرګه منحیث قوه مقننه دولت وظیفه ی اصلاح، تعدیل و تصویب قوانین، تایید یا رد برنامه های ملی و انکشافی حکومت و نظارت بر تطبیق قوانین و کار کرد حکومت را به عهده دارد تا قوانینی را به تصویب برسانند که منعکس کننده ضروریات و خواسته های مردم مسلمان  افغانستان اعم از زن و مرد باشد.  ولسی جرګه قوه ایست که در نتیجه رای و اشتراک فعال مرد و زن در انتخابات بعد از سه دهه انارشیزم و جنګهای تحمیلی بوجود آمده است. 


خو پوښتنه دا ده چې سره له دغو ټولو پرمختللیو قوانینو، ژمنو او کارونو بیا هم افغانه ښځه ولی ټولنیز مصؤونیت نه لري؟ زما په فکر موږ د پرمختللیو قوانینو له کمي سره مخامخ نه یو، خو د قانون د تطبیق  او د عملي طرزالعمل لپاره پوره کار نه دی شوی او قوانین تر ډیره حده د کاغذ پر مخ پاتې دي، له اسلام نه نا سمې انګېرنې یې بل لامل دی. تر ټولو بد قانون هم چې ښه تطبیقي طرزالعمل ولري، نتیجه یې تر هغه قانون ښه وي چې په خپله ډېر ښه وي خو د عمل لپاره روښانه او عام فهمه طرزالعمل ونه لري. 


بخاطر بهبود نظام معارف کشور، با در نظرداشت تمام پیشرفتها در علوم و تکنالوژی، ولسی جرګه و مشرانو جرګه باید قوانین را به تصویب برسانند که زنان افغان را از تاریکی جهالت به روشنایی علم بکشانند.
تقضای ما از تمام اعضای ولسی جرګه و مشرانو جرګه این میباشد تا قوانینی را به تصویب برسانند که حلال مشکلات و ضروریات زنان باشند، برنامه هايی را تایید نمایند که از نظر تعادل و برابری جنسیت اجتماعي حساس و مصؤون باشد تا زنان افغان که بیشتر از نصف جامعه را تشکیل میدهند متیقین گردند که برنامه های انکشافی دولت بودجه را دربر دارند که مختص به تعادل جنسیتی، بخصوص برای آموزش زنان باشد. 


د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون ونډه
 له خشونت، محرومیت، جبراو بې عدالتي نه پاکه کورنۍ، چاپېریال او هېواد د سړي او ښځې مشترک او مساوي حق دي چې اسلام، شریعت، د افغانستان اساسي قانون او نړېوالو قوانینو ورکړیدي.  زده کړه هم د همدغو ستونزو د له منځه وړلو په صورت کې په ځان متکي او ځواکمنه کېږي. ددغه بشري حق د لاسته راوړلو او تحقق په وړاندې کوم ستر ګواښونه موجود دي. ددغو ستونزو د له منځه وړلو په منظور د بشر حقونو خپلواک کمیسیون باید نه یوازې څیړنیز پروګرامونه بلکې عملي او ریالیستیکي سپارښتنې هم وکړي. د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون باید د کورنیو په کچه سروې وکړي او دا معلومه کړي چې څومره کورنۍ د ناپوهۍ له امله د خشونت، محرومیت او بې عدالتۍ ښکار دي او دا هم معلومه کړي، چې دولت او غیر دولتي مؤسسو په دې اړه کوم پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي. کومو پروګرامونو کار ورکړيدی او کوم باید نور هم اصلاح شي.  د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون د افغانانو سره امتیازي سلوک ونه کړي، بلکې د افغانستان د ټولو ښځو د ځواکمنۍ د لارو چارو په اړه څېړنې وکړي. 


د اجرایي قوې ونډه
اجراییه قوه، باید ددولت ټولې پالیسۍ، قوانین او اجراات عملي کړي. د اجراییه قوې مختلف وزارتونه او ګڼې مستقلې ادارې د ولس ټولو وګړو ته د هغوی د اولویتونو په نظر کې نېولو سره مؤثر خدمات عرضه کړي، چې د هغوي ټول اساسی حقونه او ضرورتونه رفع شی.  ټول وزارتونه د خپل وزارتونو لپاره د ولس د غوښتنو او د مدني ټولنې سره د مشورو په رڼا کې داسې کړنلارې او خدماتي میکانیزمونه او سیسټمونه وضع کړي چې هم مؤثر او هم اغېز ښندونکي وي. متاسفانه ، هغه څه چې د اوس لپاره زموږ اجراییه قوه نه لري، هغه د سالم ، مؤثر او د عصر د غوښتنونو ځواب ورکوونکي مدیریت او ژمنتیا ده.  زموږ اوسنۍ اجراییه قوه باید کم تر کمه لاندې مهارتونه ولري:


1)   په معاصر مدیریت کې پوره تجربه ولري،
2) د معاصرو انکشافی مفاهیمو او لوبغاړو په معنی، اهمیت او نقش پوه او ورته متعهد وي.
3)  د ښځې او نر په اړه دې دودییز چلند، نه بلکې اسلامي او انسانې چلند ته معتقد وي.
4)  د بازارموندني او عامه اړېکو او رهبریت مهارت ولري. 
5) په ولسې او قومې جوړښتونو او د افغانستان په تاریخ، کلتور او ارزښتونو پوه وي.
6)  وکولی شي د مکتبي، ملا، او قومي مشر  په نقش او په دې چې څنګه کولی شي دا ټول د افغانستان د اقتصادي  ودې او انکشاف لپاره یو ځای کړي، پوره مهارت ولري. 
7) دده ګټې د ولس له ګټو سره تړلې وي، او زیاتره د خارجیانو په نسبت ولسې ګټو ته ژمن وي.
8) د بهرنیو لوبغاړو د کار په طرز او دهغوی په محدودیتونو بلد وي.
9)  په خپلو کارونو کې قاطعیت، شفافیت او حسابدهي په نظر کې ونیسي.
10)  د رسنیو په اهمیت او نقش هم خبر او هم ورنه استفاده وکولی شي.
11)  له هر ډول سمتي، نژادي، حزبي او جنسیتي تبعیضونو څخه لوړ وي، او هر کار یې د اهلیت، استعداد او کفایت بر بنسټ وي.
12)  د اسلام ، کلتور او فرهنګ  ساتلو ته ژمن وي او دهغو دودونو چې د انکشاف او پرمختګ پر وړاندي خنډ وي، دله منځه وړلو په داسې ستراتیژي پوه وي، چې هم لعل بدست آید، هم دل یار نرنجد!!


دوام لري…