کور / تازه خبرونه / د غوايي د اتمي بريد بهرنيو استخباراتو كړى و

د غوايي د اتمي بريد بهرنيو استخباراتو كړى و

افغان حكومت وايي د غوايي د اتمي په مراسمو كي پر ولسمشر كرزي د بريد ترشا د بهرنيو استخباراتو لاس و.
د روان لمزير كال د غوايي د اتمي مراسم چي له يوې نيمي لسيزي راهيسي د مجاهدينو د اسلامي انقلاب د برياليتوب په خاطر لمانځل كېږي، د سږ كال هغه يې ولسمشر حامد كرزي هم پكښي ګډون كړى و، د طالبانو په يوه بريد ګډوډ سول.
د جمهور رئيس وياند همايون حميدزاده وايي څېړني ښيي چي د مارچ د ۲۷مي يا د ثور د اتمي د بريد ترشا د كوم هيواد بهرني هيواد د استخباراتو لاس و.
د غوايي د اتمي په بريد كي د افغان پارلمان د يوه غړي په ګډون درې كسه مړه او تر لسو ډېر ټپيان سول.
حميدزاده كه څه هم د كوم هيواد نوم وانه خيست، خو د افغان ولسمشر په ګډون دولتي چارواكي د طالبانو د ملاتړ ګوته پاكستاني استخباراتو ته نيسي.
پاكستان يو له هغو درو هيوادونو څخه دئ، چي له ۱۹۹۶ كال څخه تر ۲۰۰۱ پوري يې د طالبانو حكومت په رسميت پېژندلى و.
د طالبانو مخالفينو به هم چي له پخوانيو جنګسالارانو څخه جوړ سوى ايتلاف و، تور لګاوه چي پاكستان له طالبانو سره مرستي كوي، خو طالبانو بيا شمالي ټلواله د اېران، روسيې، تاجكستان ازبكستان او اروپايي هيوادونو څخه د مرستو او اكمالاتو په تور نيول.
په ۲۰۰۱ كال اروپا ته د شمالي ټلوالي د مشر احمدشاه مسعود سفر او هلته د اروپايي هيوادونو پارلمان ته د هغه وينا او له هغوى څخه د مرستي غوښتني د طالبانو ادعا نوره هم پياوړې كړه.
خو پاكستان تر سپټمبر يوولسمي وروسته د امريكا په فشار د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخيست او په پاكستان كي د طالبانو د سفير ملا عبدالسلام ضعيف په ګډون يې زيات شمېر طالبان امريكا ته حواله كړل.
كه څه هم طالبانو د غوايي د اتمي د بريد مسوليت پر غاړه واخيست، خو پاكستان په دې بريد كي د خپلو استخباراتو لاس لرل نه مني.