کور / تازه خبرونه / جاپان افغانستان ته د عسكرو لېږل ستونزمن كار دئ

جاپان افغانستان ته د عسكرو لېږل ستونزمن كار دئ


د جاپان حكومت وايي د طالبانو ورځ په ورځ ډېرېدونكو بريدونو او د خپل هيواد د پارلماني اپوزيشن مخالفت ته په پام سره نه غواړي افغانستان ته پوځونه ولېږي.
د جاپان د بهرنيو چارو وزير مشايكوكموراكا وايي پورتنيو سياسي حقيقتونو ته په پام سره افغانستان ته د عسكرو لېږل ستونزمن كار دئ.
خارجه وزير وويل جاپان مجبوره دئ، چي بهر ني هيواد ته د پوځ لېږلو اجازه له پارلمان څخه ترلاسه كړي، خو دا چي په پارلمان كي د اپوزيشن اړخ له افغان ماموريت سره مخالفت كوي، دوى نه غواړي افغانستان ته عسكر واستوي.