کور / تازه خبرونه / المان افغانستان ته د نورو عسكرو لېږل اعلان كړل

المان افغانستان ته د نورو عسكرو لېږل اعلان كړل


د المان د دفاع وزارت افغانستان ته د ۱۰۰۰ نورو عسكرو د لېږلو اعلان وكړ.
د دفاع وزير فرانز جوسيف جنګ وايي دوى به د افغانستان د جنوب په عملياتو كي هم برخه واخلي.
المان په افغانستان كي ۳۵۰۰ سرتيري لري چي په شمالي ولايت كندز كي د ناټو تر ماموريت لاندي ځاى پر ځاى دي.
د المان د دفاع وزير وويل دغه زر تنه سرتيري به د روان كال تر پايه افغان ماموريت ته ولېږل سي، همدا راز نوموړي په افغانستان كي د الماني عسكرو ماموريت هم د ۲۰۰۹ كال تر ډسمبر پوري نوى كړ.
د المان د دفاع وزارت دغه اعلان وروسته له هغه وكړ، چي په افغانستان كي د الماني عسكرو قومندان د ناټو له هيوادونو څخه افغانستان ته د ۶۰۰۰ نورو سرتيرو د ژر لېږد غوښتنه كړې وه، نوموړي د المان له بروډكاسټ سنډې سره په مركه كي ويلي وه، چي كه ناټو د افغان ماموريت برياليتوب غواړي، د ولسي مرګ ژوبلي مخنيوي ته دي جدي پاملرنه وكړي.