کور / تازه خبرونه / کوچنيانو ته د ګوزڼ ضد واکسين پيل سو

کوچنيانو ته د ګوزڼ ضد واکسين پيل سو

په میدان وردګو ولایت کې ۱۵۱ زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین پیل شو.
چارواکي وایي د میدان وردګو ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۵۱ زره ماشومانو ته د ویټامین A او ګوزڼ ضد واکسین کمپاین نن د زمري په ۲۵ مه پیل شو او درې ورځې به دوام وکړي .
د دغه ولایت والي حیات الله حیات د دغه کمپاین د پیل پر مهال د کمپاین پلي کوونکو ډلو ته لارښوونه وکړه،چې ټولو سیمو ته د خلکو په مرسته ځانونه ورسوي او د ګوزڼ پر ضد واکسین پلي کړي .
ده وویل : (( که د هر چا اولادونه وي او په هره سیمه کې اوسیږي، د دې هېواد ماشومان پر حکومت حق لري،چې یاد واکسین پر دوی تطبیق کړي . ))
ښاغلي حیات زیاته کړه، د یاد واکسین په ترڅ کې به نږدې ۱۵۱ زره ماشومانو ته چې عمرونه یې د ۵ کلونو څخه کم وي،د پولیو پر ضد واکسین تطبیق شي او همدا راز د دوی ترڅنګ به نږدې ۱۳۶ زره نورو ماشومانو ته چې عمرونه یې تر ۶ میاشتو پورې وي،ویټامین A ورکړل شي .
د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکترغلام فاروق مخلص وردګ د دغه کمپاین د پیل پر مهال وویل په دغه ولایت کې هیڅ ډول د ګوزڼ کومه پېښه نده ثبت شوی .
نوموړی له دیني عالمانو او مخورو مننه وکړه،چې د دوی په همکارۍ د دې ولایت په ټولو سیمو کې د ګوزڼ پر ضد واکسین پلي کیږي او د هیڅ سیمې
ماشومان د واکسین له یاد کمپاین څخه بې برخې نه پاتي کیږي.