کور / تازه خبرونه / په ملکي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو شمېر کم دی

په ملکي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو شمېر کم دی

چارواکي وایي د میدان وردګو ولایت په ملکي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو شمېر کم دی او دغه برخې ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د جندر امرې حمیدې احمدي،چې نن ( یکشنبه) یې د دغه ولایت والي ښاغلي حیات الله حیات سره په ادارو کې د شته ښځینه کارکوونکو ستونزې شریکولې وویل،چې د دې ولایت په ملکي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو شمېر کم دی .
نوموړې زیاته کړه، میدان وردګو ولایت ته یې د خپل سفر په ترڅ کې د ټولو هغه ادارو څخه لیدنه وکړه،چې په کې ښځینه کارکوونکي شتون لري او د هغوی ستونزې له نږدې واوریدې .
دې وویل په دغه ولایت کې تر ټولو لویه ستونزه په ملکي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو جذب ته کمه پاملرنه ده،چې ولایت مقام باید یادې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات وویل په دغه ولایت کې په بېلابېلو برخو کې نږدې ۶ سوه مېرمنې دندې لري،چې اکثره یې د پوهنې او روغتیا په ادارو کې ګمارل شوي دي .
ده زیاته کړه اوس مهال د یادو دوو ادارو سربېره په بېلابېلو ادارو کې شاوخوا ۱۵ ښځینه کارکوونکي لري او دوی د دغه شمېر په زیاتېدو هڅه کوي .
ښاغلي حیات له ټولو مېرمنو څخه وغوښتل،چې د قوانینو سره ځان برابر او د دغه ولایت په بېلاپېلو برخو کې دې دنده اجرا کړي