کور / تازه خبرونه / په شاولي كوټ كي ۱۱ طالبان او درې پوليس وژل سوي

په شاولي كوټ كي ۱۱ طالبان او درې پوليس وژل سوي


د روزګان د پوليسو چارواكي وايي د دغه ولايت په شاولي كوټ ولسوالي كي له طالبانو سره په جګړه كي ۱۱ طالبانو او درې افغان پوليس وژل سوي دي.
د چارواكو په وينا طالبانو د پوليسو پر يوه پوسته بريد وكړ چي له امله يې يادي سوي مړيني رامنځته سوې.
د روزګان د پوليسو مشر جمعه ګل وايي د وژل سوو طالبانو مړي اوس هم د پيښي په ځاى كي پراته دي.
شاوليكوټ د كندهار په اداره پوري تړلې ولسوالي ده، چي له ګاونډي ولايت روزګان سره يې كندهار وصل كړى دئ.