کور / شعر / غزل

غزل

 


له ازله لاله غوندې ، داغ په زړه يو ټوکيدلي
لکه لمر سهار ماښام په خپلو وينو لمبيدلي
ژوند مو څه دی تشه ځاله د نيمګړو آرزو ګانو
په آرمان يو پاڅيدلي په حسرت کې لټيدلي
د ځوانۍ عمر مو درومي په تېرو د تورو شپو کې
په راتلو د سپين سهار به لکه شمع يو سوځيدلي
واړه پيغلې پښتنې يو هم پښتو زموږ ګاڼه ده
په پښتو کې زيږيدلي په پښتو کې لوبيدلي
آخرت کې به ناره کړم چې ما هم و شفاعت ته
 څوشهيدې څو ماشومې، هيلې ځان سره راوړي
اې د وخت ښکلي سپرليه په ندا هم ګزر وکړه
چې د ژوند د بڼ ګلان يې د خزان سيلۍ وهلي