کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / رشتيا دلته څه روان دي؟

رشتيا دلته څه روان دي؟

آیا زموږ په وطن کښي


د اوسنۍ وضعي مسؤل امريکا دئ، پاکستان دئ او که د ارغنداب  مړي ؟!


په رشتياامريکا زموږ په وطن کي  په چا پسې را اخيستې ده ؟


زموږ   په هيواد افغانستان  کي ددې دېرشو کا لو تراژيدي او د حالاتو دغه اوسنۍ خونړی   بهير  چې امريکا او ناټويي انډيوالان  يې په ښکاره هغه  و داسي خواته روان  کړی دی   چي هغوی يوازي و خپلو سيمه ايزه  اهدافو ته د ځان رسول  غواړي  . هغوي ته دا خبره اهميت نلري چې که پرون درې ميليونه افغانان د هغوی  دګټو دپاره قرباني سوه نو هم دومره که  ددې وروسته قربانيږي،  نوداهم نوپرابلم !



امريکا د اوله سره  دا ولس  او دغه وطن د خپلو ګټو د تأمين دپاره  د بلا و مخي ته و دراوه ، تازه کله چې دلته يې  درانه  راته و اړول نو دهغه د دوام د پاره يې هم  بايد داور لمبې تازه  ساتلي وای تر څو  ورځ تر بلي يې  و هري خوا ته  وغزوي  . نن بيا زموږ بېګناه افغانان   د طالب او ټروريسټ په نامه  تر تېغ ايستل کيږي او د دې جګړې په اوږدېدوکي غواړي ځان وخپل مطلب ته  ورسوي  .  ددې خاوري دښمنان هم ورځ تر بلي و دې جګړې  ته هوسيږي او نوکان ورته جنګوي  . دهغوی هيڅکله هم پر دې مظلوم ولس دا نه لوريږي چې  د افغانانو د کور څخه دي دغه د شر اوفساد سريالونه ليري او دغه د جګړو  دبلېدو او د هغه د دوام  اورونه دي   مړه    سي . افغانان دادېرش کاله فرياد کوي چې د ټروريسټانو پل دي نه په هلمند کې   نه  په ارغنداب کي ،  نه په ارزګان، کنړکي، نه په پکتيا ،  وزيرستان او باجوړکي    بلکه    راساً  دي  د ټروريسټانو او طالبانو او القاعدې د سازماندهۍ په مرکز  يعني  د  آی ايس آی په د ننه کي  را واخيستل سي . دلته که  د دوه مخي   بازی  خبره نه وي نو پر اصلي دښمن خو بايد بس هماغلته   ګذار   وسي کوم چي دادېرش کاله يې  موږ ته   د اورلمبې بلي  کړي دي او ﻻ لګيا دی تر دې زياتي د شر او فساد نخشې راته جوړي کړي . دا هغوی دي چې د خپلو اجنټانو په وسيله يې زموږ هيواد او   سيمه   په  سره  تناره کي اچولې ده   . د امريکا دغه اوسنۍ اداره تر هر چا ښه پوهيږي چې په دې شيطاني دستګاه کې څه روان دي او څومره پخپله د هغوی ﻻسونه پکښې ککړ دي  . هغوی ته معلوم دي چي پخوا په دې اهريمنه دستګاه کي دداسي ټروريسټي کارنامو  ښوونه چا ور کوله ؟!



زموږ  دسيمي ولسونه هم اوس په دې خبره  ښه اګاه دي چې ددې تيرو دريو  لسيزو په جريان کې   په دې  شيطاني سازمان   آی ايس آی  کي   څه  لوبي رواني وې او څرنګه د واشنګټن  لخوا   دغه شيطاني  دشر او فساد  دستګاه  په خپل  پراخو مادي او پوځي مرستو هغه پر پښوو دروله  او څرنګه  يې هغه د خپلو غوښتنو پر لوري   رهي کوله ؟


ددې خبري د سپيناوی لپاره  ضرور ده  پر هغه څه  باندي  يوه ځغلنده  نظر اندازي وسي چې زموږ په وطن کي د امريکا د دا درېو لسيزو د شيطنت عملنامې  او واقعيتونه ددې سيمي د مظلوم ولس تر سترګو يو ځل  بيا تير سي ، چي رشتيا دلته پرون څه روان وه  او نن څه کيږي ؟
رشتيا، دلته څه روان وه؟


کله چي کتونکي   په سيمه کي د امريکا  وکړو وړو  اود دې  وروستيو  څلورو لسيزو وپيښو ته ګوري  نو د ټولو په سر کي يې په   ويټنام کي د  امريکا د ماتي کاري ضربه    تر سترګو کيږي  . په ويټنام کي د امريکا د ماتي پنځه کاله لا نه وه پوره سوي  چې دغه هيواد په خپل بهرني سياست کي يوه بله ماتې هم و زغمله .  په کال ١٩٧٩  کې وو چي په ايران کي د رضا شاه  پاچاهي نسکوره  او په نيکارا ګوا کي د امريکا د لاسپوڅو او ډيکټاټورانو حکومت هم د خلکو لخوا  پسې  واخيستل  سو  . په همدې  کال کي  شوروي پلوه رژيم  هم په  افغانستان  کي  د ثور د سرې کودتا دلاري و بري ته ورسېد او وروسته بيا شوروي پوځونه  هم ددې رژيم  د ساتلو په نامه  زموږهيواد ته را ننوتل اوهغه يې د انټرناسيوناليسټي مرستو په بانه سمدم اشغال کړ .



په هغه وخت کي د متحده ايالاتو دبهرني سیاست جوړونکو داسي انګېرله چي د دريمي نړۍ په هيوادو کي چي د امريکې  لاسپوڅي حکومتونه يو په بل پسې  ړنګيږي او يا امريکايي ضد موضع نيسي نو دا په دې معنی ده  چي شوروي اتحاد غواړي پر ټوله نړۍ باندي  لاس  تېر اوهغه ﻻندي کړي . په امريکا کي د رېګن دولت داسي و پتېيله چي  دخپل هيواد  د بهرني سياست لومړنۍ هدف بايد و همدې ټکي ته متوجه او  د شوروي اتحاد  د نفوذ مخه ونيسي او دهغه سره د مقابلې  لوري  وټاکي  . رېګن  په دې ﻻره کي  و هري  وسيلې او وسلې ته لاس واچاوه  او پر هيڅ شي  يې هم سرپه ونکړه ترڅو ځان  و دغه هدف ته    ورسوي .  نتيجه  داسوه چې امريکا د افغانستان خاوره  و شوروي پوځيانو ته په سرې  لمبې باندي واړوي . افغانستان  د امريکا د بهرني سياست په اجرائيوي مرکز  باندي  بدل سي  .  دهغه راهيسي  بيا د  شوروي اتحاد تر زواله پوري چي د سړې جګړې دوران  وو، نو افغانستان عملاً ددې جګړې   يو  ګرم  ميدان  ګرځېدلی وو .



ددې سره يوځای ، امريکا د نړۍ په هکله داسي تصور هم درلود چې د يوې خوا شوروي اتحاد او  د دريمي نړۍ  په هيوادو کې جنګيالي نيشناليسټان ددوی پر ضد را  پورته سوي  دي،   دغه هيواد   دغه  شاني يوامپرياليستي ضد  تمايل ، د شوروي ترنډ په خدمت کې د يوې وسيلې په حيث ارزيابي کاوه . د بلي خوا د سياسي اسلام خوځښت او تحرک هم  خپل پوټنشيل و نندارې ته را ايستلی وو  .  امريکا په  ډيره ځيرکتيا او هنرمندي  سره و دغه اسلامي خوځښت ته  د شوروي اتحاد  ضد مبارزه کي   د  خپل متحد په سترګه  وکتل  . په واقعيت کي همدغه علت وو چې امريکا    په اندونيزيا کي  د سوکارنو پر ضد د« اسلامي سرکت » څخه ملاتړ وکړ، په پاکستان کي يې  د ذالفقار علی بوتو پرضد د «جميعت اسلامي» څخه او په مصر کي يې  د جمال ناصر پر ضد  د«اخوان المسلمين» د ګوند څخه  په ټينګه ملاتړ وکړ . په دې پروسه کي امريکا  د اسلامي بنسټپالني  و اهدافو او د هغوی   و راتلونکې  عواقبو ته چنداني اهميت   ورنکړ، بلکه  په کلي توګه  د امريکا په اداره کي    داسي يوباور حاکم سو چي سياسي اسلام بايد د يوه محلي سپر په توګه د سيکولر نشنليزم سره يوځای عمل وکړي  .په همدغه اميد، د دغي پروسې څخه په سيمه کي د امريکا  نورو متحدينو هم  د اسرائيلو څخه را نيولې بيا  د عربو تر محافظه کاره رژيمو پوري  ملاتړ وکړ . اسرائیلو  هيله درلودله چي په اشغالي سيمو کي  به د د غه شاني  يوه اسلامي جنبش درا مينځته کېدو څخه  د هغوی ملاتړ او تشويق  ددې باعث وګرځي چي  دفلسطين د آزادي بخښونکي سازمان په مقابل کي   د يوه حريف په حيث کار واخلي،  او هغوی به بيا پخپلو کي   سره و  هم جنګوي  . په مصرکي انور سادات چي د سياسي اسلام د ناجي په حيث ځان ښکاره کړی وو نو د  ۱۹۷۱ او ۱۹۷۵کلو په اوږدو کي يې اسلامپاله بنسټپاله عناصر  د زندانه څخه را  ايله کړل او هغوی  يې د کمونيسټانو او د جمال عبد الناصر د پلويانو يا ناصريستانو په مقابل کې  وکارول .



و دې نکتې ته  ځکه اشاره  وسوه  چې دغه واقعيت و ښودل سي څرنګه په آسيا کې د امريکا لويي غوښتونکي سياستونه او د ټولنو د روا مبارزو هغه  بهير چې بايد بل شاني نتيجه يې  ورکړې وای، هغه و کولای سوه په  ناوړه پاېلوباندي ختمه سي   . امريکا هغه درسونه چې د ايران  او نيکاراګوا څخه يې اخيستي وه نو هغه يې د پاکستان   په کارولو سره  په افغانستان کې پلي کړل .
امريکا څرنګه پاکستاني جنرالان   د افغانستان پر ضد د ځان په ګټه و کارول :


دا خو اوس د هيچا څخه پټه نده چي په  افغانستان کي د پخواني  شوروي پلوه  رژيم د مخالفانو سره د امريکا د سي آی اي پټي مرستي د شوروي اتحادد يرغل نه مخکي شروع سوي وې . په هغه مصاحبه کي چي د پخواني جمهور رئيس جيمي کارټر  د ملي امنيت سلا کار برژينسکي دکال ۱۹۹۸ د جنوري پر ۱۹مه د پاريس د «نول آبزواتور» نومي خپروني سره کړې وه، هغه په ډاګه ددغه مرستو او پخپله د ده د نقش په هکله ويلي وه چې : بلي، د مجاهدينو سره د  سي آی اي رسمي  مرستي په ۱۹۸۰ کي،  کله چي شوروي لښکرو د ١٩٧٩ په دسامبر کې پر افغانستان يرغل وکړ، شروع  سوې، خو کوم څه چې تر اوسه پټ ساتل سوی وو هغه دا  چې په واقعيت کې د ۱۹۷۹ د جولای پر دريمه جیمي کارټر د شوروي پلوه رژيم  مخالفانو ته خپل د پټو مرستو حکم  لا سليک  کړی وو . بريژنسکي وايي چې ما په هغه ورځ و جمهور رئيس ته وليکل او هغه ته مي په ډاګه  کړه چي « زموږ دغه مرسته به  شوروي اتحاد  و پوځي  مداخلې ته را کش کړي » 



په افغانستان کي د ۱۳۵۷ ثور خونينه کودتا د امريکې او پاکستان په اړيکو کي يو بنيادي بدلون راووست .  د هغه نه يو کال مخکي د کارتر دولت دبشري  حقوقو د سرغړوني په خاطر د پاکستان د جنرالانو د حکومت  کارنامې چي يوه نمونه يې د منتخب صدراعظم ذوالفقار علي بوټو اعدمول وه، تر جدي انتقاد لاندي  را وستي  وې .  همدارنګه د پاکستان د ذروي وسلود جوړېدو او پراختيا په خاطر يې هم وهغه هيواد ته خپل کومکونه قطع کړي وه . د ثور  دکودتا خون ګرمه اوبې تجربو لېډرانو په  خپل خام سياست سره  و نه سو کولای خپل موقعيت او دسيمي وضعه  درک کړ ي . هغوی په خپلو ځغلنده کړو وړو سره  د حالاتو روند  په لوی لاس د پاکستان په ګټه تمام  او  وروسته     بلکل ځيني وشاړل سي   . جيمي کارټر د پوځي ډيکټاټور جنرال ضيأالحق و پوځي رژيم ته خپل پرېمانه اوبېساری اقتصادي او پوځي مرستي  د سره پيل کړې، او په دې توګه يې پاکستان د اسرائيلو او مصر نه وروسته د امريکا د مرستو دريم لوی برخمن هيواد و ګرځاوه  .  د رونالد رېګن د جمهوري رياست د پيل سره سمدستي  دامريکا او پاکستان د اطلاعاتي سازمانو( سي آی اې او آی ايس آی ) ترمينځ اړيکي هم په بېساري توګه و نوي مرحلې ته داخل او وده يې وکړه .


دغو دو مخفي سازمانونو د افغانستان په اړه دوې ګډي پوځي او سياسي هدفونه ځانته ټاکلي وه :


لومړۍ  د افغاني مجاهدينو په نظامي پياوړتيا کي  د بېساري  زياتوالی را وستل ، او دوهم   په افغانستان کي  د شوروي ضد ځواکو سره د کمونيسټ  ضد اسلامپالو د يو لوی کميت په را جلبولو سره  و دې پروسې ته د هغوی را جذبول   . دهمدې سياست پلي کېدل وه چي هر ډول پرمختللي وسلې او د نړۍ تر ټولوسخت دريزه اسلامي بنسټ پالان و سيمي ته د سيل په شاني را ماتي کړې . دغه سخت دريزه بنسټ پاله عناصر نه يوازي د اسلامي هيوادو لکه الجزاير، سعودي عربستان، مصر ، اندونزیا او نورو څخه را ټول ، بلکه پخپله  د امريکا او انګلستان د اسلامي ټولنو څخه هم   د  پاکستان   و پوځي  او تعلمي  مرکزو  ته   ر ا شوه سوه .



په دې کمپاين کي سي آی اې د افغانستان د جهاد د رهبرۍ دپاره  په يوه عرب پسې هم ګرځېد . شاهزاده تورکي الفيصل د عربستان د هغه وخت د اطلاعاتي سازمان سرپرست وو، بن ﻻډن چي د عربستان د شاهي کورنۍ سره يې خېښي درلوده  او دامريکا د هارواډ ويل په پوهنتون کي يې تحصيل کړی وو و هغوی ته معرفي کړ . بن ﻻډن ته د سي آی اې لخوا وظيفه ور کړل سوه ترڅو په افغانستان کي د امريکا د ګټو وجګړې ته اسلامي بڼه ورکړي . مشهور پاکستانۍ ژورناليست احمد رشيد ليکي چې بن لاډن په کال   ١٩٨٠ کي پېښور ته   ولاړ او د مجاهدينو د مشرانو سره يې ليده کاته وکړه  . هغه  د دو کالو په اوږدو کي د زياتو مرستو د راټولولو دپاره   څو ځله   عربستان ته ولاړ . هغه په کال ١٩٨٢کي  پرېکړه وکړه  بيخي په پېښور کي پاتې سي . بن لاډن په کال ١٩٨٦ کې  د خوست په توره بوره کې د هغي لويي  ترمځکي لاندي  پوځي  پروژې د جوړېدو قرار دادي هم سو  چې بودجه او نخشه يې د سي آی اې لخوا برابره سوې وه . دغه لويه  ز يرزميني  پوځي مجتمع د وسلو لوی ګدامونه او  و مجاهدينو ته د درملني او پوځي تعليماتوپراخ  مرکزونه  لرله او د توري بوري  د لويو غرو په زړه کي پرته وه . دغه زيرزميني اډه بيا په کال ١٩٨٩ کي  د بل کلينټن لخوا د کروز او ارهډي توغنديو په ويشتلو سره ورانه سوه  . 



په دې ډول امريکا په معاصر تاريخ کي د افغانستان دخاوري څخه د خپل حريف شوروي اتحاد په ځپلو او په سيمه کي د خپلو هدفو په ترلاسه کولو کي  بنسټپاله او سخت دريزه مسلمانان استخدام او د هغوی  د اسلامي جذبې او د مذهبي  مسلحانه جهاد د وسلې  څخه  يې کار واخيست او هغه يې تر بري پوري د ځان په ګټه  پر مخ بوتله  .


په افغانستان کي د جهاد د  را مخته کېدو څخه د امريکا لومړنۍ هدف    او د هغه څخه  هر اړخيز ملاتړ دا وو چي د نړۍ يو ميليارډ مسلمانان د شوروي اتحاد سره د خپلي ايديالوژيکي جګړې پرضد متحدکړي  . ويليم کيسي چې په کال ۱۹۸۶ کي يې د سي آی اې سرپرستي درلودله،  دافغانستان د جهاد د لارښود په حيث و ګمارل سو او ټول کارونه يې په خپل  لاس کي ونيوله . دهغه تر ټولو مهمه وظيفه داوه چي د ټولي نړۍ څخه اسلامي سخت دريزه او  بنسټپاله اسلامپاله عناصر سره را ټول  او هغوی بيا د افغاني مجاهدينو سره يو ځای  د افغانستان دجګړې دپاره د پاکستان  په  پوځي او مذهبي  کمپو او مدرسو کې وروزي . امريکا پخپله دې جګړې ته د شورويانو پر ضد يو ايډيالوژيکي لوری ورکړ . د شورويانو سره يې د افغانانو آزادي بخښونکي  جګړه د  شوروي کافرانو د جګړې  په نامه و نوماوه او په دې توګه يې د افغانانو د وطنپالني او اسلامي جذبې څخه د خپل حريف شوروي اتحاد په را چپه کېدو کي د يوې مذهبي جګړې په حيث هنرمندانه کار واخيست . افغانستان يې د دوو ځبر ځواکو دايډيالوژيکي مبارزې اود امريکايي جهاد د اسلامي نړۍ د سخت دريزه بنسټپالانو د سازماندهۍ  په مرکز باندي بدل  کړ  .



کله چې په افغانستان کي   امريکايي جهاد دامريکا په پيسو او وسلو ځان غزاوه نو سخت دريزه اسلامپالو هم د نه باېدا دپاره ځانونه منسجموله . څېړونکو ته جوته ده چي د امريکايي جهاد نه مخکې  د سيمي او نړۍ  ښی اړخي سياسي اسلام پر دوو برخو وېشل سوی وو :


يو د  سعودي عربستان او پاکستان غوندي هغه رژيمونه   وه چي د امريکا پلويان  او ديوې لاري ملګري وه  او بل هغه چي ددغو رژيمو سره يې مخالفت درلود او هغوی يې  د امريکا  لاسپوڅي او دفلسطين  و ارمان ته لوی غداران او خائنين بلل . همدارنګه ددغه جهاد نه مخکي هغه اسلامپاله عناصر چي د سياسي ګوندو د جوړېدو هڅه يې کوله او د خپلو  سياسي، اقتصادي او ټولنيزو کړنلارو  و تحقق ته  يې د مسلمانانو و سياسي مبارزې ته را بلله ، هغوی  غير له خال خال ټروريسټي حملو نه بل کار نه  سو کولای .  دا ځکه  چي  په ټولنه کي عملاً نجريد او بې وسه وه  . هغوی په يوه لویه تاريخي بنده  کي  ﻻس و پښې وهلې، او خپله ورځ يې تېروله . دهغوی سره  نه ولسي ملاتړ  موجود وو او نه يې د خوشمړو و مادي منابعو ته لاره  پيدا کولای سوای   . د امريکا جمهور رئيس ريګن او د هغه  دولت، دنوموړو  سخت دريزه اسلامي بنسټپالان د شوق نکته تشخيص او هغوی يې  پرپښو ودرول، د ډالرو بنډلونه يې ورته را مات او هغوی يې د دغه تاريخي بن بست څخه را  خلاص  کړل . ددې وروسته امريکايي جهادپه عمل کي خپل د واقعي ټروريزم  کړه وړه و ميدان ته را وايستله او خپل د خشونت ا وحشت جهاني کېدل يې  د اسلام  په نامه و نړۍ ته معرفي کړل .



د آی ايس آی دوه مخي، سي ای اې او د پاکستان مذهبي مدرسې :


سي آی اې، چي د پاکستان د اطلاعاتي سازمان  يا  د آی ايس آی سره    نيژدې او ټينګه همکارۍ  را شروع کړېوه نو سمدستي يې  په  افغانستان کي    د جهاد دجزئياتو نخشه  هم جوړه کړه .  دهغې د اجراء د پاره يې په چريکي جګړو کې خپل او د نړۍ د بېلابيلو هيوادو څخه  وتلي  کارپوهان او مشاورين   د افغانستان  داوضاع په اړه را ټول او  د پوځي او امنيتي معلوماتو سره يې يو ځای د پاکستان د آی ايس آی په واک کي  ورکړل .



په پاکستان کې د آی ايس آی سازمان د افغانستان و پولو ته د وسلو د لېږدولو ماموريت، د پاکستان په د ننه کي  د افغاني مجاهدينو د روزني سرپرستي او وروسته بيا د افغانستان په دننه کي دهغوی د فعاليتونو هماهنګي او لاسته راوړونو د نظارت وظيفه پر خپله غاړه  واخيسته . ددې نه علاوه دسعودي عربستان، مصر، فليپين او اسرائيلو د اطلاعاتي سازمانو شبکو هم  د سي آی اې  د نخشو په پلي کولو کي فعالانه ونډه درلوده . دغه نني پروفیسوران، لېډران، د ګوندو او جميعتو رهبران ،   ملي قهرمانان اوهغه چې ځانونه د مجاهدينو د استازو په نامه نن بلډنګونه او د ولس په وينو د بيت المال په تالان سوی روپو قصرونه جوړ کړي او  پورته  کښته کيږي ، دغه اوسني مشران او مارشالان ، معامله ګره او بدنامه جنګ سالاران داديوه سره د همدې آی ايس آی لخوا روزل سوي   او د امريکا او انګرېزانو تر مستقيمي لار ښوني لاندي ددې  وطن پر مقدراتو باندي په وار وار  سره سوداوي کړي دي  .



د امريکايي جهاد د  پاليسۍ لومړی تشکل  د پاکستان د مذهبي مدرسو څخه را  شروع سو .  دغه پاليسۍ پخپل ذات کي  پر دغو مذهبي مدرسو باندي   ډېر ورانوونکی تأثير هم  ودرلود او هغه يې عملاً   د پوځي او سياسي تعليماتو په اډو باندي بدل کړ . دسي ای اې هدف داوو چي چريکي ښووني داسلامي تعاليمو سره  يوځای  پلی کړي او دهغه څخه «اسلامي چريکان » را وباسي  .  دليپ هيرو يو هندي خبريال چي په لندن کې اوسي دهغه درسي موادو په هکله چي امريکايي مجاهدينو ته به ورکول کېدله  وايي چي « د ټولو خبرو په سر کي يوه  خبره غالبه وه چي اسلام يو ټولنيزه او سياسي ايډيالوژي ده ، او دا چي پر  اسلام باندي د کافرانو شورويانو لخوا تجاوز سوی دی  نو د افغانستان مسلمان ولس کولای سي په افغانستان کې کيڼ اړخی دولت را نسکوره او خپله خپلواکي تر لاسه کړي . »



پاکستان  د خپلو مذهبي مدرسو او د خپلو پوځي! توريستي کمپو دروازې  نه يوازي د ټولي نړۍ و سخت دريزه  اسلامپالو ته خلاصي کړې بلکه دغه موضوع يې هم په پراخه کچه  تبليغوله چي  په افغانستان کې به اسلامي انقلاب و ټولو هغو هيوادو ته الهام بخښونکی وي  چي د نفوسو لوی اکثريت يې مسلمانان دي  ، خاصتاً د شوروي اتحاد مسلمان  جمهوريتونه !  (هلته چي تيل زيات دي )



يو دهغو نامورو اسلامپالو مسلمانانو څخه چي په دغه  نړۍ واله تبليغاتي کمپاين کي يې فعاله برخه واخيسته، شيخ عبدالله اعظم وو .  دغه شيخ په تيره اتيا يمه لسيزه کي  په اسلامي نړۍ کي د امريکايي جهاد په تحقق کي اساسي ونډه درلودله . لورنس رايټ  د نيو يورکر په مجله کي د هغه په اړه داسي ليکلي وه : شيخ عبدالله اعظم اصلاً يو فلسطيني روحاني وو چې په اسلامي حقوقو کي يې د قاهرې د اﻻزهر د پوهنتون څخه   دوکتورا تر ﻻسه کړېوه . هغه د تدريس لپاره په جده کې د سلطان عبدالعزيز و پوهنتون  ته ولاړ او هلته يې اسامه بن ﻻډن هم دده د شاګردانو  په ډله کي شامل  وو . شيخ اعظم  د سي آی اې تر ملاتړ لاندي  و ټولي نړۍ ته سفرونه  وکړل ، د سعودي عربستان په ټلوېزيون   او په هغه مظاهرو او غونډو کي چي په متحده ايالاتو کي به جوړېدل نو هلته به يې حضور ﻻره . په هغه وخت کې شيخ عبدالله اعظم د سي آی اې لويه سرمايه او و امريکايي جهاديانو ته يوه الهام بخښونکې او مؤثره څهره  بلل کېدله  . هغه به ويل چې په جهاد کي ګډون  يوه سياسي وظيفه نه بلکه يو مذهبي مکلفيت دی!



د پاکستان په دغو مدرسو کي  ښوونکي پر دوو ډلو يعني  افغاني او غير افغاني مجاهدينو باندي وېشل سوي وه . ډګروال يوسف چې په ای ايس ای  کې يې د افغانستان د څانګي سرپرستي په غاړه درلودله په خپل مشهوره   « کابل بايد وسوځي » کتاب کي ليکي چي  «زما د څلورو کالو مسؤليت په موده کې  د اتياوو زرو تنو  په حدودو کې مجاهد وروزل سوه .»  مشهور پاکستانۍ ژورناليست او ليکوال، احمد رشيد، وايي چې د کال  ١٩٨٢ څخه بيا تر ١٩٩٢ پوري د  ٤٣ هيوادو  ٣٥ زرو تنه سخت دريزه او افراطي مسلمانان  د افغاني مجاهدينو تر څنګ و جنګېدل . هغه وايي چې د ١٩٨٩د فبرورۍ څخه رانيولې ياني کله چې د شوري اتحاد پوځونه  د افغانستان نه ووتل  بيا د کال ١٩٩٢ تر اپريله پوري کله  چې دجمهور رئيس ډاکټر نجيب الله دولت سقوط وکړ ،٢٥٠٠ تنو خارجي داوطلبانو په دغه پوځي روزنځايو کې پوځي زده کړي تر سره کړي  وې  .  احمد رشيد وايي چې په دغو کلو کې تر يولک زيات اسلامي سخت دريزه  دسي ای اې د مستقيمو يا غير مستقيمو برنامولخوا  په پاکستان او افغانستان پوري تړل سوي وه .



هغه څه چې نن په پاکستان کې روان دي نو دا د هغه  مدرسو فارغ التحصيلان دي چې د پاکستان د راتلونکي سياسي رقابتو لپاره به هم روزل کېده . په پاکستان کې  دوه نيم زره  ديني مدرسې  د کاله دوه لکه او پنځه ويشت زره فارغ التحصيلان راباسي  . هغوی به  د اردو، پښتو او دري ژبو الف و بې داسي زده کوله چي «ت» به يې توپ، «کاف» ته به يې کلاشينکوف، او «جيم» ته به يې جهاد وايه .


په افغانستان کې د امريکايې  جهاد بهرني تأثيرات تر هر ځای زيات پخپله د پاکستان ټولنه او دهغه پوځي حکومت متأثره کړ . پاکستاني پوځيانو داسي ادعا کوله چې په دې هيواد کې د « يوه  با امنه ملي حکومت» جوړېدل به په واقعيت کې د يوه  بنسټپاله اسلامي حکومت  دجوړېدو په نتيجه کې را مينځته کيږي  . د «  با امنه ملي حکومت» د پروژې په زړه کې د پاکستان د اطلاعاتي سازمان يعني ای ايس ای ځای  درلود چي  په افغانستان کي د جهاد اجرائيوي قوت او د قوماندې  اصلي مرکز  وو . د افغانستان د جهاد وماهيت ته چي  څوک پاملرنه کوي نو دغه جهاد په واقعيت کي دامريکا داسي يوه جګړه وه چې  بېله دېنه چي د امريکا حتی يو  عسکر دي پکښې مړ سي هغه يې زموږ د هيواد د دريو ميلينو د شهادت په قيمت  پر مخ بوتله .  په دې  بازي کي  سي ای اې   په دې خبره ښه  پوهيده چي په افغانستان  او مينځني اسياکي د امريکا د افغاني جهاد مؤثريت د پاکستان دای ايس ای په هر اړخيزه  همکارۍ کې نغښتی  او د هغه د مرستي پرته پر مخ نه بېول کيږي .ای ايس ای هم د امريکا دغه ګټور مجبوريت درک کړی او دهغه څخه  يې په افغانستان کي د خپلو لويي غوښتنو اهدافو او د هند سره  دکشمير پر سر لانجه کي  هم کار اخيست او تر داوسه پوري يې ځان د سيمي د تشنج  او د تروريستي حملوپه اډه باندي،  ساتلی دی .



هر څونه چې په افغانستان  کي د شوروي ضد جهاد زور اخيست او پر مخ تللی ، په هماغه اندازه به په پاکستان کي ای ايس ای ددې هيواد د قدرت په مرکز باندي بدلېدئ .. کله چې امريکا دشوروي پر ضد جګړه دا سلام څخه د دفاع په نامه اسلامي کړه  نو دا کار ددې باعث سو چي ډيکټاټور جنرال ضاء الحق هم خپل حکومت ﻻ تر پخوا زيات اسلامي کړي . دې کار د افغانستان جګړه هم هومره چي بايد د افغانانو يوه ازادي بخښونکې جګړه   بلل سوې وای ، هغه ته يې د اسلام څخه د دفاع نوم ورکړ  او  په دې توګه يې  ځان داسلام د ټيکه دار او د هغه  دساتونکي په حيث  را مخته کړ.  دغه روند د ضياء الحق په مرګ سره و نه درېد بلکه د بېنظير بوتو د صدراعظمۍ په دوران کي يې  هم زور اخيستی وو . د پاکستان د اسلامي علماوو جميعت ګوند چي دامريکا افغانستان  د جهاد په پروسه کي يې رغنده رول لاره،په کال ١٩٩٣ کې د بوټو دائتلافي حکومت يو باوري جز و ګڼل سو . دغه ګوند بيا د طالبانو د تحريک يو ايديالوژيک   ملګری او تر ټولو زيات   ملاتړی او حامي هم پاتي سوی وو .



کله چي د نوي يمي لسيزي په دوهمه نيمايي کي طلبانو د تنظيمي ډلو څخه کابل ونياوه نو څو ورځي باد بېنظيربوټو د پاکستان په ټلوېزيون کي را ښکاره سوه او خپل ځان يې د« طالبانو  مور» وګاڼه .سره ددې چي د سپټامبر د يولسمي نه باد بېنظيري خپله  موضع واړوله او ځان يې د امريکې  دهغي جګړې په متحدينو کي را وست چې دترور يزم پر ضد يې  اعلان کړې وه .  هغې په خپله انتخاباتي کمپاين کي هم  د بنسټپالني سره  خپل ضديت څرګند  او دهغه سره يې د ګډي  مبارزې ږغ را پورته کړ .



هغه مذهبي مدرسې چې په پاکستان  کې د سي ای اې لخوا دجهاد په دوران کې تاسيس سوي وې ، د افغانستان څخه د شوروي اتحاد د وتلو  او بيا د شوروي اتحاد د تاش په تاش کېدلو  ورو سته ، همداسي  فعالي پاتي  او خپل پخواني هدفونه يې  په نوې بڼه د سره را وموښلول .  خو دا پلا يې د  امريکا پرضد!  په دې ورستيو کلو کي ددغو د يني مدرسو فارغين  خپل ځانونه د پرويز مشرف  د رژيم په خدمت کي راوستل . دهغوی    عمده هدف   هماغه د ډيکټاټور ضياء الحق  پر پل باندي  پل  ايښودل   وو . 



د بېنظير بوټو تراژيک ترور په لومړي سر کي دهغي خونړۍ سياسي تګلارې نتيجه وه چې هغې ﻻ د پخوا څخه  تعقیبوله . بوټو غوښتله  د امريکا په ډيکټې سره  هغه ستونز ي  چي پرون يې د امريکا د سياست په تعقیبولو  کي را مينځته کړي وې  هغه د امريکا د نن ورځي دسياست  پر مبنا حل کړي  . دهغې وژنه دا وښودله چې دلته د داشاني دوه مخي سياسته سره جدي مخالفت او مقاومت موجود دی  . 



په افغانستان کې دغه اوسنۍ کړکېچن  اوبې ثباته حالت  چې هره ورځ بېګناه انسانان او تنکي ځوانان پکښې وژل کيږي دا بې له شکه د پاکستان د ای ايس ای  لخوا رهبري  او تمويل کيږي  . دهغه سره د جګړې پايله نه په هلمند  نه په ارغنداو ، نه په کنړ، نه پکتيا نه په وزيرستان کې   معلوميږي  بلکه ،که امريکا او اروپايي ټولنه  په رشتيا غواړي په افغانستان کې ثبات راسي او  ددې جګړې جړړي وباسي نو پر هغه باندي دي  د ای ايس ای پر ساختاري تشکيلاتو،د هغوی  د سازماندهۍ پر مرکزونو او دپاکستان پراوسني بې ريخته او ظالمانه جوړښت باندي دي ګزار وکړي کنه نو دلته به  د هغوی پخوانۍ   طرحي، د هغوی پر ضد باندي به ګذار کوي .