دملي وحدت ضداعلامیې نه منو !

د لراوبر اداره | جون 24th, 2008


‏2008‏، 24‏، جون‏، سه شنبه
دافغانستان داسلامي وحدت دبامیانودڅانګې لاندینۍ اعلامیه ددرنوکوچیانوهیوادوالوپرضدیوه ښکاره جګړه ایزه اوددرانه پښتون قوم پرضد یوکرکجن سند دې چې ددغه ډلې ادبي اوتهذیبي کمزوي یې په ډاګه کړې ده . ددې سره سره چې داعلامیې صاروونکي وایي چې کوچیان «  درفرهنگ تاريخي مردم ما، نامي است هول انگيز، وحشت زا ونفرت آور، زيرا کوچي همان مليشه هاي مسلح حکومت هاي فاشيستي ، مستبد وستم پيشه بودند که درگذشته ها براي غارت وسرکوب به مناطق مختلف مي آمدند » ، دکوچيانوپه اعلامیه کی کوم قووم اوتوکم ته په داسې سپين سترګۍ لکه دوحدت دګوند مشرانوچې کړي ، ګوته نه ده نیوول شوې اوددې سره سره چې کوچیان په پېړیو پېړیودژوندله هررنګه هوساینومحروم شوي ، دملي تفاهم په چارواورسمي مکاتبوکی دښه                             اولوړدود ښکارندویان وو. دوحدت خزب دخپل « تاریخي فرهنګ » یاددونه کړې اوکوچیان یې دپښتون قووم په توګه په سپکه لهجه ذکرکړي اودټول پښتون قووم سره ه یې خپله کرکه څرګنده کړې . حقیقت که راوسپړو ، په افغانستان کی هیڅ قووم دښه اوارام ژوند څښتن نه وو اوتل دپردو جابرویرغلګروقرباني اودسواستفادې هدف ګرزېدلي ، مشرانویې وخت نه دې موندلې چې خپله ټولنه جوړه کړي ، هغوی دپښتنوپه نوم یاديږي خودنوروقومونوپه پرتله یې پخپلوپښتنوډېرظلمونه کړي اودنوروقومونودخوښوولولپاره ان ترخپلې ژبې هم تېرشوي چې یومثال یې تیمورشاه هم دې چې دخپل دولت دخزانې واګې یې هم دقزلباشانوپه لاس ورکړې وې ، دهغه دپلاراحمدشاه ابدالي په فوځ کی هزاره ګان هم وواوهغه به ورته پښتانه ویل ، همدغه ابدالي دنادرافشارننګ اوناموس وژغوره اویوداسې پاچاووچې هرځای به یې فتح کاوه حکمران به یې دهمغه ځای ورته مقرراوه . همدغه رازپه پښتنوباندی له  یوې خوا دهندوستان مغلي عیاشواوله بلی خوا ایراني عیاشوظلمونه کوول اودواړو خواومجبوروول چې ملاماتوونکي باجونه اومالیې ورکړي ، په ننګ اوناموس یې تعرض وکړي ، په خپلوکلواوکورونوکی یې قتل عام کړي ، له هرې ادارې اومشرۍ یې محروم وساتي اودتعلیم اوتربیې ورونه ورباندی وتړي ، همدا ناخوالې وې چې میرویس خان هوتک دخپل قووم دازادۍ لپاره دمبارزې میدان ته ودنګل .


ميرویس خان هوتک دلومړي ځل لپاره په چا یرغل نه دې کړې اوچې دځپلوحقه حقوقوپه جګړه کی اتل شوې ، قانونا اومنطقا حقداروو. یوڅوک چې په بل جګړه ورتپي اوبیاپکی ماته خوري ، کمزوري اوغلطیانې یې خپلې دي اود دوښمن څخه بیا ګيلې اوشیکوې پرته له ناپوهۍ بل څه نه دي . زه نه پوهېږم چې ددوی موخه له کوم تاریخي فرهنګ څخه ده ؟ هسې خوهیڅ انساني ډله بې تاریخه نه وي اونه تارخ په کومه ځانګړې ډله اوفرهنګ پورې تړلې بلکه ټول یې په خیټه پراته وي . همدغه رازتاریخ کوم ځانګړې مقدس کتاب نه دې چې په نه منلویې سړې په ګناه ونیول شي بلکه دلیکونکواوراویانویوه یاڅوقیصې وي چې کله یې دمنلواوادعاګانولپاره سرونه په درد کیږي خوثبوتونه ورته نشي موندل کېدای . په تاریخونوکی خوداهم ثبت شوي چې هزاره ګان د چنګېزاودهغه د عسکروپاتیشوني دي نودنړۍ په یوه تاریخ کی هم دانه دي راغلي چې چنګېز یومهذ ب اوبافرهنګه مشرتېرشوې بلکه په انساني تاریخ کی یووحشي ، ظالم ، قاتل اوبې فرهنګه یرغلګروو. غبارپه خپل تاریخ کی لیکلي چې وحشي چنګېز ته دتاریخي بلخ بافرهنګه اودلوړکلتورمشرانوسمرقندته یوه جرګه ورواستووله چې دبلخ ښکلې اوتاریخي مدنیت ورته په یوشرط تسلیم کړي چې دبلخ ښارویجاړنه کړي خوهغه وحشي چنګېزد خپل عهدوپيمان په ماتوولو دبلخ لوړفرهنګ اومدنیت داسې لمنځه یووړچې انسانان خوڅه کوۍ چې ان حیوانات یې هم ژوندي پرېنښودل . بلخ چې داسیا کلتوري اوفرهنګي مرکزوو، په کتابخانه کی یې نیم میلیون کتابونه وو اودیوه بې فرهنګه وحشي چنګېزدجهالت اوظلم په سبب لمنځه ولاړل . داهم فرهنګ دې چې پنځه سوه هزاره ګانودامیردوست محمدخان څخه غلاکووله ؟ داهم فرهنګ اواخلاق دي چې شیباني وزبک دښکلي هلک شېرعلي سره دلواطت کوښښ کاوه ؟


تاسودامیرعبدالرحمن خان چې په کورکی یې هیڅوک په پښتونه پوهېدل ، پرکړوټول پښتون ټبر ته سپکاوې کوۍ اوپه پښتنوپسې درواغ وایاست خوحقیقت دادې چې دهمدغه عبدالرحمن پرضدغلجي پښتنوله هزاره ګانوڅخه دوه کاله مخکې پاڅون کړې وواوعبدالرحمن هماغسې سرکوب کړي وو لکه څنګه یې چې دوه کاله وروسته دهزاره ګانو بغاوت سرکوب کړې وو . تاسوکله تاریخ هم لولئ اوکه هسې مودفرهنګ اوتاریخ نوم اورېدلې ؟ دوحدت ګونداوخپروونه دخپلونومونو« وحدت اسلامی افغانستان » او« مشارکت ملي » برعکس عمل کوي ، دوی په خپله اعلامیه کی داسې تونده اوکرکجنه لهجه کارولې چې دهیڅ فرهنګ سره اخ نه لګوي . دارنګه ډلې په یوه سیمه ایزه لانجه کی ټول ملت ښکېلول غواړي او پښتانه اودهغوی لیکلوالان مجبوروي چې داوتوباوتومخې ته یې پاڅون وکړي . دادشرم ،خفګان اواندېښنې خبره ده چې دپښتنوسره په یوه ټغرلوی شوي خلک ددې مبارز ملت پرضد له هیڅ رنګه ملي اوبين المللي پروپاګنډ اوبدناموولوڅخه درېغ نه کوي . دخالدحسیني په نوم یوداسې بې هویته لیکوال هم راپيداکیږي چې ګناه ، بې ننګي ، ظلم اوجفا یې خپل پلاردیوه هزاره خدمتګارسره کړي وي اونوم پری دټول پښتون قووم بدوي اوسره له دې چې پلاريې ورته په ټينګه وایي چې پښتانه په ننک اوناموس ډېرټينګ دي بیاهم دشخصي منافعواوامریکې ته دخپل کس دپناه په خاطردهغه ځای دپناورکوولودادارې لپاره دژرمنلویوه غولوونکی دوسیه ترتیبوي چې دیوه سترقووم دبدناموولوهڅه پکی نغښتې وي . خالد حسیني دهغوګوتوپه شمارحرامنمکوله څخه یودې چې خپل شاهانه ژوند په خپل ناول کی دظاهرخان له ژوندڅخه هم لوړمعرفي کوي خوبیایې داهرڅه په سترګوکی ن وي اودومره پاس هغه پښتون ته هم نه لري چې دده غوندې په اقلیت پورې تړلي شخص ته یې دمیلیونوپښتنونه لوړژوند اومنصب برابرکړې وو .


دخالدحسیني پلارپه تورفورد موټرکی ګرزېده خوپه میلیونوکوچي پښتانه په غرونوکی په شنووښوپسې ورک وو، خالدحسیني پخپله سالګره کی دکابل څلورسوه منورین دعوت کوول خودکوچیانوزرګونوکورنیوته دحیواناتولپاره واښه نه پيدا کېده ، خالدحسیني پخپله سالګره کی شنه ، سره اوزېړ برقونه لګولي ووخوپه میلیونونوروافغانانوډيوې هم نه درلودې خودلستوڼي ماران بیاهم ماران ي اوهرکله چې موقع ومومي سړي ته ټک ورکوي . داسې پروپاګنډې اومداریتوبونه پښتنولیکوالوته نوردزغم وړځکه نه دي چې حقیقي بنسټ نه لري اومتقابل احترام ته پکی ارزښت نه ورکوول کيږي . مونږپه افغانستان کی دټولوقومونوحقوقوته احترام لرواوله دې فکراونیته به بل خپل نه کړو خودبل قووم څخه دمتقابل احترام کلکه توقع هم لرو. هغه شراچوونکي اوکرکجن چې دپښتنوسره شعوري دوښمني کوي ، په ډاګه وایوچې موږدهرې مقابلې پوره ځواک لرو اوبې تفاوته نه شوپاتی کېدای نوښه به دا وي چې دخپلوشوموعزایموڅخه لاس واخلي اوپه خپلوکتنواوقضاوت کی دعدل ، انصاف ، رشتیا اوبې پلوۍ څخه کارواخلي . مونږددواړوورونوقومونوترمنځ توپيرنه کوواوپه دې هیله یوچې ددواړوترمنځ شخړه دعدالت اوقانون په رڼاکی فیصله شي اویوټينګ اودایمي حل ورته ولټوول شي .



اعلاميه حزب وحدت اسلامي افغانستان (دفترنمايندگي باميان ) درمحکوميت تهاجم کوچي ها به هزاره جات


   3/4/1387
کلمه کوچي درفرهنگ تاريخي مردم ما، نامي است هول انگيز، وحشت زا ونفرت آور، زيرا کوچي همان مليشه هاي مسلح حکومت هاي فاشيستي ، مستبد وستم پيشه بودند که درگذشته ها براي غارت وسرکوب به مناطق مختلف مي آمدند.
اما دردهه هاي اخير مردم حداقل ازاين بلا درامان بوده و نسل جديد اين ديار بامشکلي بنام کوچي مواجه نبودند و اميد واربودند که بعضي ازناهنجاري ها و نابساماني هاي اجتماعي که ازعوارض وپيامد هاي حکومت هاي مستبد قبيلوي وعصرملوک الطوايفي بود با ازبين رفتن همان حاکميت ها دفن شده اند.
درست به همين دليل بود که مردم هزاره جات درفصل جديد بيش ازديگر نقاط کشور، ازحکومتي که به اساس ديموکراسي و دفاع ازحق مردم عرض اندام نمود، استقبال، حمايت واطاعت کردند.
امنيت را خود تأمين نمودند،‌عوامل فساد و ناامني چون تروريزم ، مواد مخدر، وقاچاق را ازمنطقه ريشه کن نمودند وپروسه داياگ را خود پذيرفتند تاشايد دراين فصل ودر پرتوحکومت وقانون، ازحقوق اساسي، انساني ومساوي با ساير هموطنان خودبهره مند شده وديگر ازستم وزور گويي حق کشي نشاني نباشد.
ولي متأ سفانه اين دومين سال است که همان بلاي بيداد گر بنام کوچي درمنطقه هجوم آورده وآسايش وامنيت مردم را به هم زده است .
درسال گذشته و امسال ده ها تن ازمردم بي گنا وبي دفاع محل که شامل پيرمرد هشتاد ساله و زن و کودک مي گرددبه شهادت رسيدند. هزاران خانواده آواره شده ميليون‌ها افغاني خساره مالي به بار آورده است. امسال کوچيها سازمان يافته تر ومجهزتر از سال پيش وارد منطقه شده اند و شروع به کشتارو چپاول وغارت نمودند و با اين عملکرد شان سراسيمگي و وحشت را درتمام هزاره جات ومناطق مرکزي به راه انداخته اند.
نمايندگي حزب وحدت اسلامي افغانستان – باميان به‌عنوان يکي از نمايندگي‌هاي يک جريان سياسي – مردمي که همواره و درهمه صحنه ها درکنارمردم خود ومدافع آنان بوده است لازم مي داند مواضع خودرا درقبال کوچي ها وپيامد هاي ناشي ازآن قرار ذيل به اطلاع مردم برساند.
1- تهاجم بيداد گري را، که علي رغم پي‌آمدهاي تلخ و ناگوار و تجاوز سال گذشته‌شان و بدون دست يابي به يک موافقت با حکومت و مردم محل، به شکل تجاوزگرانه وارد منطقه شده‌اند به شدت محکوم نموده و اعلام مي‌دارد که بايد کوچي‌ها هرچه زودتر منطقه را ترک کنند تا مردم به زندگي روزمره و معمولي‌شان بر گردند.
2- هرگونه‌ سهل‌انگاري از سوي دولت و نهادهاي مسؤول را غير منصفانه دانسته و توجه آنان را در قبال حل اساسي بحران کوچي‌ها خواست بر حق مردم مي‌دانيم.
3- از تمام نهادهاي ملي و بين‌المللي، حقوق بشري، شوراي علما و نهادهاي مدني انتظار داريم که در دفاع از مردم ستمديده بهسود مسؤوليت انساني و قانوني شان را انجام دهند.
4- برخورد دوگانه عده‌اي از عناصر فرصت طلب و استفاده جو را که همواره از احساسات مردم سوءاستفاده مي کنند از آب گل آلود ماهي مقصود مي‌گيرند و جز منافع زودگذر و تنگ نظرانه خود ايشان منافع و مصالح علياي مردم براي‌شان مهم نيست، محکوم نموده از مردم شريف و آگاه اين مرز و بوم مي‌خواهيم با ديد دقيق و عميق به قضيه نگريسته و همواره در شفافيت موضوع قرار گيرند.
5- از تمام مردم با ايمان و ايثارگر باميان و مؤسسات خيريه ملي و بين‌المللي تقاضامنديم تا به ياري مهاجرين، بيجا شدگان، بي سرپرستان و بازماندگان شهدا شتافته از طريق جمع آوري کمک‌هاي بشردوستانه و اسلامي و هماهنگي‌هاي لازم از وقوع فجايع ديگر مصيبت ها (تلفات ناشي از گرسنگي و بي خانماني) جلوگيري به عمل آورند.
6- نمايندگي حزب وحدت اسلامي افغانستان در باميان با تمام آسيب ديدگان، بازماندگان شهدا اظهار همدردي نموده در رساندن پيام مظلومانه شان و تنوير افکار عامه ابراز خدمت مي‌نمايد.


حزب وحدت اسلامي افغانستان
دفتر نمايندگي باميان
30 جوزا 1387 
 



درې نۍ د ١٣٨٧ لمريز کال د چنګاښ ٤


tolafghan.com  


د افغانستان د کوچيانو اعلاميه
کوچيان او بېلابېل قومونه ٣ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-06-23 12:58:00 م


کوچيان د نورو افغانانو په څېر د افغانستان رښتيني بچيان او د هېواد خدمتګاران دي. د هر بهرني يرغل په مقابل کې يې په خپلو سرونو د افغانستان پاکه خاوره ساتلې او ساتي يې، د جهاد په کلونو کې د شوروي لښکرو په مقابل کې د نورو مجاهدينو ترڅنګ مجاهدو کوچيانو ډېره زياته قرباني ورکړې او ډېره مېړانه يې ښکاره کړې ده. کوچيان د افغانستان د اساسي قانون له مخې د نورو افغانانو په څېر ددې هېواد مساوى الحقوقه وګړي دي او قانون هېچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د سياسي، قومي او سيمه ييزو ملحوظاتو او سليقه عقدو له مخې د کوچيانو پر حقوقو تېرى وکړي. د افغانستان د اساسي قانون د (١٤) مادې له مخې (( دولت د کرنې او مالدارۍ د پراختيا، د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي، ټولنيزو او د ژوند د شرايطو د ښه کولو او د کوچيانو د مېشتولو او د دوى د ژوند د سمون لپاره د دولت د مالي توان په حدودو کې اغېزمن پروګرامونه وضع او تطبيقوي. 
دولت مستحقو اتباعو ته د استوګنځاى د برابرولو او د عامه ملکيتونو د وېش لپاره د قانون له حکمونو سره سم او د مالي امکاناتو په حدودو کې لازم تدبيرونه نيسي.)) 
ټولو ته معلومه ده چې کوچيان د افغانستان هغه سيار وګړي دي چې د مالدارۍ له لارې يې د افغانستان اقتصاد ته ډېر خدمتونه کړي دي، دولت د قانون له پورتني حکم سره مکلف دى چې د مالدارۍ دپراختيا لپاره لازم اقدامات وکړي او ددې ترڅنګ د کوچيانو لپاره د استوګنځيو په برابرولو کې هلې ځلې وکړي. کوچيانو د سلګونو کلونو په بهير کې د افغانستان د طبيعي جوړښت او قومي سکښت له مخې له ځينو موسمي ستونزو سره سره خپلې مالدارۍ ته دوام ورکړى او د پېړيو په اوږدو کې يې له نورو افغانانو سره هېڅ ډول سياسي او قومي ټکر نه دى راغلى، خو په دې وروستيو کلونو کې يو شمېر معلوم الحاله سياسي کړۍ چې افغانستان کې قومي نفاق ته لمن وهي، غواړي د افغانستان طبيعي جوړښت او د خلکو طبيعي پيوستون زيانمن کړي، دوى له يوې حقوقي مسلې څخه قومي ستونزې جوړوي او له دې ډول پارونو څخه خپله سياسي ګټه پورته کوي، په همدې خاطر يې د هېواد په ځينو سيمو له هغې جملې څخه د ميدان وردګو په بهسودو او دايکندي کې د کوچيانو پر ضد يو لړ پوځي او سياسي تحرکات پيل کړي، دا ډول تحرکات اوس د هېواد په ځينو نورو سيمو کې هم ليدل کېږي. له دې تحرکاتو څخه په کابل او ځينو نورو سيمو کې يو شمېر داسې سياسي اشخاص، جنګسالاران او زورواکي چې په افغانستان کې ډېره بدرنګه ماضي لري،لاسونه يې د خلکو په وينو ککړ دي او بيت المال يې لوټ کړى، په څرګند ډول ملاتړ کوي او غواړي په دې ډول د کوچيانو مظلوميت او محکوميت لاپسې وغځوي. سره له دې چې د افغانستان اساسي قانون وايي: ((د افغانستان د اتباعو ترمنځ هر راز تبعيض او امتياز منع دى، د افغانستان اتباع د قانون پر وړاندې مساوي حقوق او وجايب لري، هر افغان حق لري چې د هېواد هر ګوټ ته سفر وکړي او استوګن شي خو له هغو سيمو پرته چې قانون منع کړي دي.)) 
دغه راز د افغانستان اساسي قانون د کوچيانو د زده کړې د ښه والي لپاره دولت مکلفوي چې اغېزمن پروګرامونه ورته جوړ او تطبيق کړي. خو د اساسي قانون له دومره وضاحتونو سره سره بيا هم يو شمېر سياسي کړۍ او زور واکي شته چې د قانون دا حکمونه نه مني. د کوچيانو پر وړاندې ددې ډلو او اشخاصو دې ډول حرکتونو، د کوچيانو ژوند او د هغوى مالداري له سخت خطر سره مخامخ کړي او که دا خطر دوام وکړي نو طبيعي خبره ده چې د ټول افغانستان پر اقتصاد او د کوچيانو پر ژوند به څه سخته ناوړه اغېزه وکړي. نو موږ د کوچيانو بېلابېل قومونه پر کوچيانو د دا ډول راوړل شوې غميزې د مخنيوي په خاطر د افغانستان له اسلامي جمهوريت، ملګرو ملتو، خيريه موسسو او د بشري حقونو له ټولنو څخه غواړو چې زموږ د دغو لاندې اساسي او عاجلو ضرورتونو په پوره کولو کې له موږ سره مرسته وکړي او په دې ډول دې زموږ د غميزې د اوږدېدو مخه ونيسي: 
١- موږ دهېواد په بېلابېلو سيمو په تېره بيا په مرکزي سيمو کې د سيمه ييزو زورواکو او ټوپکيانو له خوا له امنيتي خطر سره مخ يو، هيله لرو چې ددې زورواکو مخه ژر تر ژره ونيول شي او د هېواد په ټولو سيمو کې زموږ امنيت خوندي شي. 
٢- په يو شمېر سيمو کې د ځينو سياسي کړيو او پرديو لاسوهنو له امله زموږ څړځايونه زموږ د مالونو پرمخ تړل شوي او غصب شوي، اوس زموږ مالونه د لوږې له خطر سره مخ او هلاکت ته نږدې دي، که چېرې زموږ مالداري زيانمنه شي، په حقيقت کې د افغانستان اقتصاد زيانمنېږي، نو په دې خاطر بايد له موږ سره عاجلې مرستې وشي چې زموږ مالونه د لوږې له خطر څخه بچ شي او هم زموږ څړځايونه بېرته زموږ د مالونو پرمخ خلاص شي. 
٣- اساسي قانون دولت مکلف کړى چې موږ ته د استوګنځايونو د جوړېدو زمينه برابره کړي، دولت بايد د قانون دا حکم عملي کړي او موږ ته د سر پناه، استوګنې او زراعتي ځمکې د برابرولو غم وخوري. 
٤- زموږ اولادونه له سختو تعليمي مشکلاتو سره مخامخ دي، دولت په اساسي قانون کې مکلف شوى چې د کوچيانو د زده کړې لپاره به زمينه برابروي، موږ له حکومت څخه غواړو چې موږ ته سيار او ثابت ښوونځي جوړ کړي او دغه راز په پوهنتونونو او بهرنيو هېوادونو ته د تحصيلي بورسونو په برخه کې زموږ د اولادونو ونډه تضمين کړي. 
٥- د کوچيانو زياته برخه پر مالدارۍ بوخته ده، خو ګڼ شمېر ځوانان يې له بې روزګارۍ سره لاس و ګرېوان دي، دولت دې د کار او ټولنيزو چارو وزارت او نورو موسسو له لارې له نورو افغانانو سره د تساوي د اصل له مخې موږ ته هم د کار زمينه برابره کړي. 
٦- زموږ غصب شوې ځمکې چې موږ يې قانوني او شرعي اسناد لرو، له غاصبانو خلاصې زموږ په واک دې راکړل شي، د يادونې وړ بولو چې د افغانستان په مرکزي سيمو کې نه يوازې د کوچيانو ځمکې غصب شوي، بلکې د هېواد د ځينو نورو قومونو ملکيتونه هم غصب شوي دي، ځينې ګاونډي هېوادونه د سيمه ييزو زوراکانو او جنګسالارانو په مرسته غواړي له دې سيمې څخه يوه (علاقه غير) جوړه کړي چې نور افغانان او د افغانستان د نورو سيمو خلک په کې تګ او راتګ او کاروبار ونه کړاى شي او په دې ډول دوى له دې (حايلې) سيمې څخه د خپلو شومو سياسي هدفونو لپاره ګټه پورته کړي. 
٧-د افغانستان د مرکزي سيمو په تېره بيا د باميانواو دايکندي مامورين په يوه قوم پورې اړه لري، دا دولتي مامورين د خلکو د حقوقي لانجو په حل کې بې طرفه نه دي او د محلي جنګسالارانو پلوي کوي، له مرکزي دولت څخه هيله لرو چې دا محلي ادارې د لياقت د اصل له مخې د يو ځانګړي قوم او داسې اشخاصو له اسارت څخه خلاصې کړي چې په سيمه کې قومي شخړو ته لمن وهي. 
٨- په کابل او د هېواد په نورو سيمو کې له رسينو څخه هيله کوو چې خپل رپوټونه د واقعيتونو پر بنسټ په بې طرفانه ډول خپاره کړي اود دواړو خواو د نظرونو تعادل مراعت کړي. په خواشينۍ سره بايد ووايو چې ځينې منفي رسنۍ نه يوازې رښتيني خبرونه نه خپروي بلکې د کوچيانو پر ضد داسې کينه ييز او تحقيروونکي مطالب خپروي چې د مطبوعاتو ژبه پرې شرمېږي. 
٩- موږ يو ځل بيا يادونه کوو چې موږ له اساسي قانون سره سم د تساوي پر اصل ټينګار کوو او ټول افغانان سره وروڼه او د مساوي حقوقو خاوندان ګڼو، نه پر بل چا ظلم منو او نه پر خپل ځان ظلم زغملاى شو. زموږ ستونزه له چاسره قومي ستونزه نه ده ، په کابل او ځينو نورو ځايونو کې مېشت جنګسالاران چې په خپله د زرګونو هزاره ګانو او نورو افغانانو قاتلين دي، غواړي دې مسئلې قومي رنګ ورکړي او په دې ډول پر خپلو پخوانيو جنايتونو پرده وغوړوي، په دې شکل غواړي د خپلو سياسي ګټو لپاره ځان د يو قوم د حقوقو د ممثل په توګه څرګند کړي. موږ د خپلو حقوقي اسنادو له مخې د خپلو حقوقو غوښتونکي يو او هېڅکله هم غېر عادلانه فېصلې ته که هغه د هرې مرجع له خوا وي غاړه نه ږدو،موږ يو ځل بيا وايو چې دولت دې په ټول افغانستان کې د زورواکو زور اوبه کړي چې عدالت ته لاره اواره شي، حقوقي دعوې دې له حقوقي مراجعو څخه حل شي او سياسي لاسوهنې دې په کې بندې کړي. له حکومت او نړيوالې ټولنې څخه د عدالت د تامين غوښتونکي، هر هغه فيصله چې عدالت په کې خوندي وي، عمر به يې دايمي وي، موږ عدالت غواړو او د غير عادلانه پرېکړو او هڅو مخالف يو. 
په افغانستان کې د ټولو افغانانو د حقوقو د خونديتوب او د بشپړ عدالت د تامين په هيله.


د افغانستان د کوچيانو 
د بېلابېلو قومونو استازي

Copyright Larawbar 2007-2024