کور / تازه خبرونه / پنټاګان: د طالبانو په بريدونو كي ۴۰ فيصده زياتوالى راغلى

پنټاګان: د طالبانو په بريدونو كي ۴۰ فيصده زياتوالى راغلى

د امريكا د دفاع وزارت (پنټاګان) څخه خپره سوې اعلاميه وايي وروسته له هغه چي پاكستان له قبايلي طالبانو سره د سولي تړون لاسليك كړى، د افغانستان په ختيځو سيمو كي د طالبانو بريدونه ۴۰ فيصده زيات سوي دي.
پاكستان د مې پر ۲۱مه له قبايلي طالبانو سره سوله وكړه، چي طالبان دي په پاكستان كي عمليات بند كړي، په بدل كي به يې پاكستاني پوځيان له قبايلي سيمو ووزي او طالب بنديان به خوشي كړي.
سره له دې چي پر پاكستان د ملګرو متلونو، ناټو، امريكا او افغان حكومت له خوا نيوكي كېږي چي د سولي تړون يې په افغانستان كي د طالبانو بريدونه ډېروي، او تر تړون وروسته قبايلي طالبانو هم په افغانستان كي د ناټو او افغان حكومت پر ضد د جهاد ږغ پورته كړ، خو پاكستان وايي دغه تړون يې د خپل هيواد د ګټو پر اساس لاسليك كړى دئ.