کور / تازه خبرونه / بيت الله مسود د امن كمېټې ۲۲ غړي ووژل

بيت الله مسود د امن كمېټې ۲۲ غړي ووژل


په جنوبي وزيرستان كي د بيت الله مسود جنګياليو د امن جرګې ۲۲ غړي هغه وخت ووژل چي د دوشنبې په ورځ يې د جنډولې پر سيمه باندي يرغل وكړ.
د امن جرګې غړو په جنډوله كي د سيمي د امنيت او سولي په باب غونډه جوړه كړې وه، چي د بيت الله مسود جنګياليو ورباندي حمله وكړه، سيمه تر خپل كنترول لاندي ونيول او د جرګې ۳۰ تنه غړي يې له ځان سره بنديان كړل.
د سيمي اوسېدونكي وايي د مسود طالبان پرون له جنډولې څخه بيرته ووتل، او نن سهار يې د امن جرګې د ۲۲ غړو په مرميو غلبېل سوي جسدونه ده كاڼي وام په سيمه كي وموندل.
چارواكي وايي د پاته اتو كسو د برخليك په باب تر اوسه معلومات نه لري.