کور / تازه خبرونه / كويټ: د شاهي كورنۍ غړى په اعدام محكوم سو

كويټ: د شاهي كورنۍ غړى په اعدام محكوم سو

د كويټ د شاهي كورنۍ يوه غړي ته د نشه يي موادو د كاروبار په خاطر د اعدام سزا واورول سوه.
د كويټ محكمه وايي پوليسو له شيخ طلال سره د تېر كال په اپريل مياشت كي لس كيلو هيروئين، ۱۲۰ كيلو چرس او يوه اندازه نور نشيي مواد نيولي دي.
دا اول وار دئ چي د كويټ د شاهي كورنۍ غړى د اعدام په سزا محكومېږي.
له شيخ طلال سره نيول سوو درو ملګرو ته، چي يو عرب، بل د بنګلدېش او دريم يې د هند دئ، د عمر قيد سزا اورول سوې ده.
همدا راز په دې قضيه كي ښكېل يو لبنانى او بل عراقى د شپږ – شپږ كاله بند په سزا محكوم سوي دي.