کور / تازه خبرونه / د هلمند په نهرسراج كي د ناټو بل سرتېرى ووژل سو

د هلمند په نهرسراج كي د ناټو بل سرتېرى ووژل سو

له بګرام څخه لر او بر ته رسېدلې خبرپاڼه وايي د هلمند په ولايت كي د ناټو يو بل سرتېرى هم له طالبانو سره په جنګ كي وژل سوى دئ
د آيساف وياند تورنجنرال كارلوس برانكو وايي دغه عسكر د هلمند په نهرسراج ولسوالي كي وژل سوى دئ.
د نوموړي په وينا د عسكر هويت به د كورنۍ تر اجازې وروسته معلوم سي، خو په هلمند كي مېشت بهرني عسكر ډېرى برتانويان دي، چي شايد وژل سوى عسكر هم برتانوى وي.