کور / تازه خبرونه / برتانيه: دونه پياوړي نه يو چي پر يوه وخت دوه ځايه وجنګېږو

برتانيه: دونه پياوړي نه يو چي پر يوه وخت دوه ځايه وجنګېږو

د برتانيې د هوايي ځواك قومندان وايي هيواد يې په دوو جبهو كي پر يوه وخت نسي جنګېداى.
مارشال سيرجك سټيروپ په لندن كي خبريالانو ته وويل چي همدا اوس په زرونو برتانوي پوځيان په عراق او افغانستان كي جنګېږي.
هغه وايي د برتانوي پوځ سره دونه وسايل او امكانات نسته چي تر ډېرو وختونو پوري په دوو ملكونو كي پر يوه وخت وجنګېږي.
د مارشال جك سټيروف څرګندوني د امريكا د ولسمشر ډبليو بوش هغي غوښتني ته جواب دئ، چي تېره اونۍ يې برتانيې ته د سفر پر وخت يې له عراق څخه د برتانوي پوځيانو د ژر نه وتلو هيله كړې وه.
ډبليو بوش وويل، برتانيه دي له عراق څخه په وتلو كي عجله نه كوي.
 برتانيه په افغانستان كي ۷۸۰۰ او په عراق كي ۸۰۰۰ پوځيان لري، چي وايي له عراق څخه به تر ۲۰۰۹ كال پوري خپل ټول پوځيان وباسي.