ايتلاف په ګومل او سروبي كي د ۲۲ طالبانو د وژني ادعا كوي
د چارشنبې په ورځ ايتلافي ځواكونو په ګومل او سروبي ولسواليو كي د ۲۲ طالبانو د وژني خبر وركړ.
د امريكا په مشرۍ د ايتلافي ځواكونو وياند وايي دغه وسله والو هغه وخت ووژل سول، چي د سروبي او ګومل د ولسواليو پر مركزونو يې بريد وكړ، چي وروسته د ايتلافي ځواكونو الوتكو بمبارۍ پر وكړې.
ايتلافي ځواكونو پرون هم د پكتيا په ولايت كي شپاړس وسله وال طالبان په داسي حال كي وژلي و، چي پر موټرسايكلانو سپاره وو او د دوى په وينا پر حكومتي پوستو يې د بريد دپاره تيارى نيوئ.
بلي خواته ناټو ځواكونو د هيواد په جنوب كي د خپلو دوو عسكرو د وژل كېدو خبر وركړى دئ، د خبر له مخي يو برتانوى عسكر د هلمند په نهري سراج ولسوالي كي د سړك د غاړي په يوه چاودنه كي ووژل سو، همدا راز يو بل عسكر هم له طالبانوسره په جګړه كي وژل سوى دئ.
دا په داسي حال كي ده چي پنټاګان په افغانستان كي د طالبانو په بريدونو كي د ۴۰ فيصده زياتوالي خبر وركړى.
پنټاګان وايي د دې علت له قبايلي طالبانو سره د پاكستاني حكومت د سولي تړون دئ، چي له امله يې هغوى په افغانستان كي د ناټو او افغان حكومت پر ضد بريدونو ته اوږه وركړې ده.
خو افغان طالبان د امريكا دغه ادعا نه مني، طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي له پاكستاني طالبانو سره د سولي تر تړون مخكي لا دوى د دوبي په راتګ سره د خپلو بريدونو د زياتوالي وړاندوينه كړې وه.