کور / تازه خبرونه / د قبايلي قومندان ملانذير په ګډون تر اويا زيات طالبان وژل سوي

د قبايلي قومندان ملانذير په ګډون تر اويا زيات طالبان وژل سوي

د پكتيكا چارواكي وايي په ګومل، برمل او سروبي ولسواليو كي تر اويا زيات طالبان وژلي دي.
د پكتيكا امنيه قومندان نبي جان ملاخېل وايي دغه طالبان يې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ كي وژلي دي.
ملاخېل وايي ۲۲ تنه طالبان په ګومل او سروبي ولسواليو كي هغه وخت ووژل سول، چي د ولسواليو پر مركزونو يې بريد وكړ او ايتلافي ځواكونو له هوا څخه ورباندي بمبار وكړه.
په عيني وخت كي د پكتيكا د والي وياند وايي پر پاك افغان پوله د برمل په ولسوالي كي يې د پنځوسو په شاوخوا كي طالبان هغه وخت ووژل چي له پاكستان څخه افغان خاوري ته را اوښتل.
د پكتيكا د والي وياند وايي په وژل سوو كسانو كي د قبايلي طالبانو مشهور قومندان ملانذير هم شامل دئ.
د ايتلافي ځواكونو او افغان حكومت د ادعاوو په باب تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي، خو كه د ملانذير وژنه رښتيا وي نو شك نسته چي دا به په تيرو څو مياشتو كي د افغان او ناټو ځواكونو دپاره يوه غټه لاسته راوړنه وي.
ملا نذير د قبايلي طالبانو هغه پياوړى قومندان و چي تېر كال يې په سيمه كي له عرب او چيچن طالبانو سره اوږدې جګړې وكړې او هغوى يې له قبايلي سيمو څخه وتلو ته اړ كړل.
عربانو او چيچنيايانو پر نوموړي باندي تور لګولى و، چي له ده سره د پاكستان حكومت د وسلو او پيسو مرسته كوي.
د ناټو ځواكونو هم د دغو عملياتو پخلى كړى دئ، خو طالبانو لا تر اوسه په دې باب څه نه دي ويلي.