زماشهيده زويه
ديوی غمجنی کونډی مور وير
دا ستا ځوانې لکه د ګلو غوټی
لا غوړيدلی نه وه ورژيده
ستا ښکلی قد لکه د صبر ونه
له خندا ډکه ستا دا ښکلی څيره
ته به هميش راته خندان ولاړ وی
زما امېد وی زويه
زما زړګی وی زويه
د سترګو ديد د زړه چراغ وی زويه
په تا زما د زړګی کور ودان وه
تا د خپل پلار د ارمانو په خاطر
تا به زما چيری ګريوان په خاطر
ماته تسل را کوه ماته اميد راکوه
دا خاطری به څنګه هير ی کړمه
چاته زړګې خالی کړم
څنګه زړګې صبر کړم
زما به پښۍ لوڅی وي
خو ما به تا لره بو ټان اخيسل
زما به کميس له پيوندو نه ډک وه
خو ما به دا تا لره کالی اخيستل
ما به په پور باندی
تاته قلم تاته کاغذ اخيسته
د همسايه قرضداره
د دوست دښمن قرضداره
د کس نا کس مزدوره
په د اميد چی ستا ثمر و وينم
د واده شپه به د ي وی
د ستا به ناوې ستا ډولی به وينم
دا ستا په لاس به زه نکريزی ګدمه
زه به اتڼ کومه زه به خوښی کومه
اوس به می دغه ارمان دا د ابد لپاره
له خپله ځانه سره
دا د خپل قبر ته وړم
ته د تعليم په خاطر له کوره و وتلی
ماته د وکتلې
او په خندا خندا
بيا د دا و و يلی
د خداي په امان موری
موری راځمه خو دوعا راکوه
لحظه لا تيره نوه
چی د راکټ يو لعنتی اواز شو
په کلی ولګيده
ته هم د نورو په شان
د د راکټ خوراک شوی
په وينو ولمبيدی
وينو د هرې خواته داری وکړی
زمونږ کوڅه وه هلته
ټوله په وينو رنګه
په ډيره منډه می ستا سر خپل په زنګون کښيښود
زما په غيږ کی د سلګی شروع کړی
دا ستا د زړګې د نيا ګی
وه ډ يره ورانه زويه
ډيره خزانه زويه
ډک له ارمانه زويه
زما په غيږ کی داستا ساه ووته
سترګی د پټی شولی
اوله د نيانه لاړی
ځمکه او اسمان زما په درد ژړيدل
په ما دغم يو لوی هيبت پروت وه
ما ويل چی خوب به وينم
ما ويل چی دروغ به وې دا
هو – زه هم په ځان باندې ونه پوهيدم
ما مې د سر واړه ويښتان وشکول
د ا د خپل ځان مې په سيړه واهه
ما ډيری خاوری په سر بادی کړلی
او خپل تندی می مات کړ
د مات تندی سره مې
ستا اديری ته را غلم
دليونيانو په شان
ومه سرتوره زويه
ومه بيکوره زويه
وم له ټيکرې بی خبر
ومه ترهور زويه
چيغې می ډيری وکړی
اوښکی می وچی شولی
اواز می ډپ غوندی شو
ستا په دا قبر می ګلان کښيښودل
ستا په دا قبر مې ډيوی بلی کړی
يو وخت سکوت شوم اوپه سوچ کی لاړم
ستا د ښکلا اود ځوانی په سوچ کۍ
اوس به د خپل دا خوار زړګي ته د تسل په خاطر
ستا د مزار د وينو رنګی جنډی
په خپلو وچو شونډو
هره ورځ ښکل کړم زويه
ستا به زيارت در ته
د سترګو بڼو باندۍ
هر وخت جارو کړم زويه
ستا د زيارت به زه ملنګه شمه
رښتيا – غواړم چی راز درسره ووايمه
زما د مات او دا درد مند زړګی راز
زه هم همدی ورځو کی مرم در پسی
ځکه چی ډزی نور زغملی نشم
ځکه د جنګ نه می نفرت راغلی
نور نو باروتو ته کتلی نشم
او ستا دا ځوانی هم هيرولی نشم
چۍ ډزی واورمه بی خوده شمه
او په ما شوک را يشی
په ځمکه ولويږمه
\بيا په ځان نه پوهيږم
پلار د په مين والوته
ته د راکټ خوراک شوی
پوهيږم ژر به مړه شم
ژر به مو قبر خوا په خوا وی زويه
بيابه د ځمکی دخدايانو رنګ به نه وينمه
د د ی دنيا له ظالمانو به بيغمه شمه
د د ی دنيا له د ا وحشيانو به بيغمه شمه
په اخرت کی زما لاس ددوی ګريوان جوړيږی
عبدالحفيظ مليار د ويانا ښار
اتريش