کور / رسنۍ / د خان لالا پر مړينه د خواشینۍ پیغام

د خان لالا پر مړينه د خواشینۍ پیغام

په ډېرې خواشينۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د لوی افغانستان ارمانجن او ستر پښتون مبارز خان افضل خان لالا د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.
د هلمند مدني ټولنې مشر او ټول غړي يې د ارواښاد افضل خان لالا پر مړينه سخت خواشيني دي، او د هغه مړينه د لوی افغانستان د ارمانجنو لپاره لويه ضايعه بولي.
خان افضل خان لالا د ټول پښتون قوم او د لوی افغانستان د جوړېدو ارمانجن وو.
د هلمند مدني ټولنې غړي ژمنه کوي چې د اراواښاد ارمانونه او د لوی افغانستان د جوړېدو لپاره مبارزه به خپل اهداف ټاکي.
د هلمند مدني ټولنې مشر او غړي يې ارواښاد افضل خان لالا ته د فردوس جنت، کورنۍ او ټولو خواخوږو ته يې تسليت او ډاډګېرنه غواړي.
د ارواښاد پر ګور دې نُور شي.